1 دالر 81.10  افغانی
1 یورو 94.50  افغانی
1000 روپیه پاکستانی 497  افغانی
1000 روپیه هندی 1100  افغانی
1 ریال سعودی 21  افغانی
10000 ریال ایرانی 3.18  افغانی
1 پوند 111.30  افغانی
1 روبل روسی 1.05  افغانی
1 لیره ترکیه 9.85  افغانی
1 ین چینی 11.45  افغانی

قطر ته د زلمي خلیل زاد سفر

2691760
06 Sep 2020

د آمریکا د بهرنیو چارو وزارت اعلان وکړ چې د افغانستان د سولې لپاره د دې هیواد ځانګړی استازی زلمی خلیل زاد د سپټمبر په څلورمه د قطر پلازمینې دوحې ته تللی دی.

د دې وزارت په خبرپاڼه کې همدا راز لیکل شوي دي چې د افغانستان خلک د تلپاتې اورکم او یوې سیاسي هوکړې ته چمتو دي.

خبرپاڼه زیاتوي ټولو غاړو د افغانانو ترمنځ خبرو پر وړاندې خنډونو لیرې کیدو لپاره مهم ګامونه پورته کړي دي او افغان مشران باید له دې تاریخي فرصت څخه ګټه واخلي.

د آمریکا او طالبانو ترمنځ د سولې لاسلیک شوې هوکړې پر بنسټ باید ۵۰۰۰ طالب بندیان د حکومت له بندخونې او همدا راز ۱۰۰۰ حکومتي بندیان د طالبانو له بندخونې خوشې او وروسته بیا د افغانانو ترمنځ خبرې پیل شوې وای خو د بندیانو د تبادلې د لړۍ له بشپړیدو سره سره لا هم د افغانانو ترمنځ خبرو پیل کره نيټه نه ده روښانه شوې.