1 دالر 81.10  افغانی
1 یورو 94.50  افغانی
1000 روپیه پاکستانی 497  افغانی
1000 روپیه هندی 1100  افغانی
1 ریال سعودی 21  افغانی
10000 ریال ایرانی 3.18  افغانی
1 پوند 111.30  افغانی
1 روبل روسی 1.05  افغانی
1 لیره ترکیه 9.85  افغانی
1 ین چینی 11.45  افغانی

لاوروف: امریکا په منځنۍ آسیا کې د حضور د ډاډ او په سیمه کې د خپل نفوذ په هڅه ده

LAVROV (1)
13 Jul 2021

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر په افغانستان کې د امریکا شل کلن حضور ناکامه بللی او ویلي چې په منځنۍ آسیا کې د د امریکا د نوي پوځي اډو ظهور، د دې سیمې امنیت نه ټینګوي.

 

مخکې له دې د امنیتي حالت د څارنې لپاره، افغانستان ته په یوه نږدې هیواد کې د پوځي اډې د جوړولو په موخه د امریکا د هڅو اړوند، ګزارشونه خپاره شول.

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر، سرګیې لاوروف د داشان ګام د اوچتولو په غبرکون ویلي چې په منځینۍ اسیا کې د نوی پوځي اډې جوړښت به د دې سیمې امنیت ټینګ نکړي.

هغه په افغانستان کې د امریکا شل کلن پوځی شتون هم ناکامه بولي او ټينګار کوي چې واشنګټن په منځنۍ اسیا کې له پوځي حضور سره په سیمه کې د خپل پراخ شتون د ساتنې په هڅه دی.

ښاغلي لاوروف زیاته کړه: “په منځنۍ آسیا کې د امریکا د نویو پوځي اډو ظهور، د سیمې ګټې نه تامینوي. که هغوی په تیرو شلو کلونو کې ونه توانیدل د سل زرو ځواکونو لرلو سره د فغانستان دننه کوم کار ترسره کړي، هغوی له کومو پایلو سره په یوې بلې سیمې کې د پام وړ حضور سره پایلې ته ورسیږي. فکر کوم ځواب په بسیا کچه روښانه دی. ډیر اټکل کیږي چې امریکا لیواله ده په سیمه کې د خپل پوځي حضور اړوند ډاډ ترلاسه کړي چې پر حالت نفوذ ولري.”

د روسیې د ډپلماسې دستګاه مشر په منځنۍ اسیا کې بهرني پوځی شتون هم د ټولیز امینت سازمان تړون پورې تړلی بولي.

هغه زیاته کړه: “د قرغیزستان، تاجیکستان، قزاقستان په څیر د منځنۍ آسیا هیوادونه، د ټولیز امنیت د تړون د سازمان برخې دي او د دې سازمان د هر غړي په خاوره کې د بهرنیو پوځي حضور اړوند ټولې پوښتنې باید، د دې سازمان پخلي سره تړلې دي.”

یو شمیر شنونکي هم په دې باور دي چې په افغانستان کې د امریکا او ناټو پوځي ماموریت ناکام دی او واشنګټن په سیمه کې خپل حضور هڅو سره، د سیمې د بې ټیکاوه کولو په هڅه دی.

د سیاسي چارو شنونکي، ویس ناصري آرزو ټلویزیون ته وویل: “امریکا د افغانستان له جګړې نامسوولانه تیښته کوی او غواړي له ترهګرۍ سره د مبارزې په موخه د سیمې په هیوادونو کې اډې ولري. د امریکا دا لوبې د اور پورې کولو او د سیمې د ناکراره کولو او د سیمې د ځواکونو د بوخت ساتلو په موخه دي.”

دا څرګندونې په داسې حال کې مطرح کیږي چې تیره ورځ په افغانستان کې د بهرني ځواکونو د قومندانۍ مسوولیت د امریکا د مرکزي پوځ قومندانۍ قومندان ته وسپاړل شو.

د امریکا د دفاع وزارت ویاند، جان کربي په دې تړاو وویل: “د واکونو لیږد د وتلو په بهیر کې د عطف بل ټکی دی. د وتلو بهیر همداراز پرځای دی او د اګست میاشتې ترپایه به پایته ورسیږي او جنرال مک کینزي به له افغانستان څخه د اټکلیزو ګواښونو پر وړاندې زمونږ د هیواد د ساتنې لپاره د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې په ګډون ټول واکونه په واک کې ولري.”

د بایدن د ادارې د مهال ویش پر بنسټ، د وتلو بهیر باید تر دوو نورو میاشتو پایته وسیږي؛ خو د هیواد دننه او بهر له هغه څه څخه چې نیوکه کیږي د وتلو سره هم مهاله په افغانستان کې د جګړې دوام او د سولې په بهیر کې نه پرمختک او له وتلو سره هم مهاله د جګړو د ډیریدو دوام دی.