| 1 دالر | 81.10  افغانی |
| 1 یورو | 94.50  افغانی |
| 1000 روپیه پاکستانی | 497  افغانی |
| 1000 روپیه هندی | 1100  افغانی |
| 1 ریال سعودی | 21  افغانی |
| 10000 ریال ایرانی | 3.18  افغانی |
| 1 پوند | 111.30  افغانی |
| 1 روبل روسی | 1.05  افغانی |
| 1 لیره ترکیه | 9.85  افغانی |
| 1 ین چینی | 11.45  افغانی |
لاوروف: د کابل مشران د هر ډول لنډمهالي دولت د جوړیدو اړوند لیواله ندي
08 Jul 2021
د روسیې د بهرنیو چارو وزیر وایي چې د طالبانو جګړه غوښتونکی چلند، د لنډمهالي حکومت د جوړیدو لپاره د اوسني دولت نه لیوالتیا او له دې هیواد څخه د امریکا وتل، د زور پر بنسټ سناریو ته شرایط برابروي.
د هیواد د سولې او جګړې پیچلي حالت، په دې وروستیو کې د سیمې او منځنۍ آسیا هیوادونه اندیښمن کړي؛ روسیه یو ځل بیا، د افغانستان دولت، امریکا او طالبان د وتلو وروسته د زور له مخې د شرایطو په برابرولو تورنوي.
د روسیې د بهرنیو چارو وزیر، سرګیې لاوروف په خپلو خبرو کې وویل چې “طالبان جګړه غوښتونکی چلند لري.”
هغه زیاته کړه: “له بده مرغه د کابل مشران د هر ډول لنډمهالي دولت جوړیدو ته لیوالتیا نلري. ځکه ویریږي چې دا به په افغانستان کې له سیاست څخه د هغوی د څنډې ته تلو لامل وګرځي. دا په دې معنی ده چې طالبان، د افغانستان دولت او هم امریکاییان چې له دې هیواد څخه بهر کیږي، د زور له مخې یوې سناریو ته شرایط برابر کړي.”
حکومت او طالبانو تراوسه په دې تړاو څه ندي ویلي؛ ولسمشرۍ ماڼۍ مخکې له دې هر ځلي ټینګار کړی چې د ژرمهاله ټاکنو ترسره کیدو ته چمتو دی.
سرګیې لاوروف د افغانستان په شمالي ولایتونو کې د داعش د فعالیت غځیدل هم د اندیښنې وړ بللي؛ خو هغه ټینګار لري چې روسیه حالت څاري او د برید په صورت کې به، دا هیواد ژر پریکړه وکړي.
ښاغلي لاوروف یادونه وکړه: “مسکو او دوشنبه د ټولیز امنیت د تړون په څوکاټ کې متحدین دي او د روسیې فدراسیون په تاجیکستان کې یوه پوځي اډه لري. له دې کبله مونږ به په خپلو ژمنو عمل وکړو او که په تاجیکستان برید وشي، ژر به تر څیړنې لاندې راشي.”

له دې سره هم مهاله، د بریټانیا لومړی وزیر، بوریس جانسون چې د دې هیواد د پارلمان په یوې کمیټې کې وینا کوله، د افغانستان حالت د اندیښنې وړ وباله او د افغانستان د کړکیچ د هواري لپاره یوې هوکړې ته د رسیدو په اړتیا ټینګار لري.
هغه زیاته کړه: “په افغانستان کې د روان حالت اړوند، خوښ نه یم. اندیښمن یم او زما په باور حالت له ګواښونو ډک دی. باید هیله من اوسو چې په کابل کې لوري د یوه بل ترڅنګ راشي او هوکړې ته ورسیږي او په بل ډول باید هیله من اوسو چې د طالبانو لپاره د اقامت ځای پیدا شي.”
له دې سره، د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر د هیواد روان حالت ته په ډله ییزې رسیدنې ټینګار لري.
محمد حنیف اتمر وویل: “نن له یو جلا واقعیت سره مخامخ یو چې یوې سوله ییزې، پرمختللې او له اقتصادي پلوه یوې سیمې لپاره زمونږ ګډ لرلید ګواښي. دا یو غمجن واقعیت دی. که د ویښتابه او ټولیزې کړنلارې له مخې ورته رسیدنه ونشي، سیمه به یوه ژور کړکیچ ته یوسي.”
له دې سره، ظاهراْ له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو د وتلو وروسته، د نړۍ او په ځانګړې توګه د سیمې پام د افغانستان حالت ته ډیر شوی او د سیمې ډیریو هیوادونو او د افغانستان تګلاریزو متحدینو، له سیاسي لارې د افغانستان د سکالو د هواري غوښتنه کړې.
