1 دالر 81.10  افغانی
1 یورو 94.50  افغانی
1000 روپیه پاکستانی 497  افغانی
1000 روپیه هندی 1100  افغانی
1 ریال سعودی 21  افغانی
10000 ریال ایرانی 3.18  افغانی
1 پوند 111.30  افغانی
1 روبل روسی 1.05  افغانی
1 لیره ترکیه 9.85  افغانی
1 ین چینی 11.45  افغانی

لاوروف: روسیه د افغانستان د کړکیچ د هواري لپاره ژمنه ده

لاوروف
25 Feb 2020

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر وایي چې سولې او ټیکاو ته د افغانستان د رسیدو لپاره د بیلابیلو سازمانونو په څوکاټ کې د مسکو همکارۍ دوام لري.

روسیې چې څو ځلي د افغانستان د ناکراریو د کړکیچ د هواري په برخه کې د ناستو کوربه توب کړی دی، یو ځل بیا له افغانستان سره د خپلو همکاریو د ژمنې ډاډ سپارلی دی.

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر، سرګئي لاوروف، له خپل تاجیکستاني سیال سره په خبري ناسته کې ویلي چې دا همکارۍ، سولې او ټیکاو ته د افغانستان د رسیدو لپاره د بیلابیلو سازمانونو په څوکاټ کې دوام لري.

ښاغلي لاوروف زیاته کړه: “مونږ د مسکو د فارمټ، د ټولیز امنیت د تړون د سازمان د وړتیاوو په ګټنې او د شانګهای د همکاریو سازمان د اړیکو د ډلې په ګډې په دې دردلیدلي هیواد کې د سولې په بهیر کې د ګډون لپاره خپل چمتووالی ښایو.

د روسیې د ډیپلوماسۍ دستګاه مشر، د افغانستان په شمال کې د نړیوالو ترهګریزو ډلو د خوځښتونو له کبله اندیښنه ښيي.

لاروف دوام ورکړ: د افغانستان حالت ته ډیره پاملرنه شوې ده. مونږ د افغانستان په شمالی ولایتونو کې د نړیوالو ترهګریزو سازمانونو د جنګیالیو د حضور له کبله اندیښنه ښودلې ده، چې په منځنۍ آسیا کې له تاجیکستان او زمونږ نورو ملګرو سره پولو ته نږدې دي.

له دې سره هم مهاله، د تاجیکستان د بهرنیو چارو وزیر، سراج الدین مهرالدین، هم ویلي چې دا هیواد په افغانستان کې سوله او ټیکاو څاري.

ښاغلي مهرالدین ویلي دي: “په افغانستان کې حالت ډیر ستونزمن او کړکیچن دی. د ترهګریزو ګواښونو شمیر له بده مرغه د پراخیدو په حال کې دی. نو اړینه ده چې مونږ په افغانستان کې سولې او ټیکاو ته پاملرنه ولرو.

د مرکزي آسیا هیوادونو او روسیې، تل د افغانستان په شمال کې د ترهګریزو ډلو او په ځانګړې توګه د داعش ترهګریزې ډلې د خوځښتونو د ډیریدو له کبله اندیښنه ښودلې ده. خو د افغانستان حکومت څو څو ځلي ویلي چې د هیواد امنیتي او دفاعي سرتیري اجازه نه ورکوي چې د افغانستان له خاورې د نورو هیوادونون پر وړاندې پوځي ګټنه وشي.

ژباړه: شمس الرحمن خپلواک