د روسیې د بهرنیو چارو وزیر، د یو شمیر امریکایي ورځپاڼو هغه ادعاوې چې مسکو له طالبانو سره په جوړجاړۍ په افغانستان کې د امریکایي پوځیانو د وژلو برنامه لرلې، رد کړې او ټینګار یې وکړ چې روسیه د دوحې د هوکړه لیک د موادو د عملي کیدو په برخه کې ژمنه ده.
روسیه په افغانستان کې د سولې د ملي خبرو غوښتونکې ده او په دې کې د سیمې د هیوادونو لکه چین، ایران او پاکستان ونډه مهمه ګڼي.
د روسیې د بهرنیو چارو وزیر د نړیوالې علمي-کارپوهي شپږمه مجازي ناسته کې، له امریکا غوښتي چې له تیرو تجربو په افغانستان کې د سولې د ټینګیدو لپاره ګټنه وکړي.
هغه زیاته کړه: روسیه او د امریکا متحده ایالتونه باید په افغانستان کې له تیرو تجربو ګټنه وکړي. د افغانستان خلک دردیدلي او رنځ لیدلي دي. باید له نورو هیوادونو سره چې د افغانستان ګاونډي لکه چین، ایران او پاکستان سره مرسته وشي چې په افغانستان کې ملي خبرې پیل شي. مونږ په جدي توګه د دې سکالو څارنه کوو.
ښاغلي لاوروف همداراز وویل: “په دې برخه کې مونږ له امریکا متحده ایالتونو او همداراز له طالبانو سره د امریکا د هوکړې ملاتړ کوو. مونږ له خپلو کانالونو د دې هوکړه لیک د موادو د عملي کیدو په هڅه یوو.“
د روسیې د بهرنیو چارو وزیر همداراز په افغانستان کې د امریکايي پوځیانو د وژلو لپاره له طالبانو سره د مسکو د جوړجاړۍ اړوند ګزارشونه ناسم او بې بنسټه بولي.
ښاغلي لاوروف د هغو ګزارشونو موندلو ته هم ګوتڅنډنه کوي چې پر بنسټ یې، د ناټو پوځیانو اړوند الوتکې په افغانستان کې د نشه یي توکو په قاچاق کې لاس لري.
د روسیې د ډیپلوماسۍ دستګاه مشر یادونه وکړه:
په افغانستان کې د نشه يي توکو په سوداګرۍ کې د امریکا د پوځ د ونډې د اټکل اړوند مو ګزارشونه ترلاسه کړي. د افغانستان سیمه ییزو چارواکو هر ځلي اعلان کړی چې په افغانستان کې بې نښه الوتنې شتون لري، په داسې حال کې چې د افغانستان ټوله فضا د ناټو له لورې مدیریت کیږي. مونږ نشو کولای سل په سله د دې اطلاعاتو پخلی وکړو، په همدې حال کې نشو کولای چې دا ګزارشونه له پامه وغورځوو. خو که دا کار له افغانستان څخه کیږي، یوازې د ناټو پوځي الوتکې کیدای شي؛ ځکه پوځي سرتیري او یا ځانګړي ځواکونه کولای شي په افغانستان کې داشان الوتنې وکړي.
لاوروف همداراز ویلي چې له افغانستان څخه یې د نشه یي توکو د قاچاق سکالو هر ځلي د ملګرو ملتونو سازمان د امنیت شورا په ناستو کې مطرح کړې او مسکو هم دا چاره څاري.
د افغانستان حکومت تراوسه د بهرنیو پوځیانو د الوتکو له لورې له افغانستان څخه د نشه يي توکو د قاچاق اړوند د رسنیو د ګزارشونو په باب څه ندي ویلي.
د ګزارشونو له مخې؛ اوس مهال افغانستان په نړۍ کې د نشه يي توکو تر ټولو لوی تولیدونکی هیواد دی او آندونه دا دي چې جنګیالۍ ډلې خپل ډیر عواید له دې لارې ترلاسه کوي.