1 دالر 81.10  افغانی
1 یورو 94.50  افغانی
1000 روپیه پاکستانی 497  افغانی
1000 روپیه هندی 1100  افغانی
1 ریال سعودی 21  افغانی
10000 ریال ایرانی 3.18  افغانی
1 پوند 111.30  افغانی
1 روبل روسی 1.05  افغانی
1 لیره ترکیه 9.85  افغانی
1 ین چینی 11.45  افغانی

لرغوني هرات ته لنډه کتنه

arg
12 Oct 2019

 

هرات د افغانستان له سترو ولایتونو څخه شمیرل کیږي.

هرات په شمال کې له بادغیس او ترکمنستان،په سویل کې له فراه، په ختیځ کې له غور او لویدیز کې هم له ایران سره ګډه پوله لري.

هرات له فراه او نیمروز ولایتونو سره د هیواد په لودیز کې پروت دی.

د هرات ولایت ۱۵ ولسوالۍ لري.

انجیل، گذره، پشتون زرغون، کرخ، کشک رباط سنگی، گلران، کهسان، غوریان، زنده جان، ادرسکن، شیندند، فارسی، اوبه، چشت شریف او فارسی د هرات ولسوالۍ دي.

هغو عارفانو او شاعرانو چې د لرغوني هرات نوم یې لوړ کړی دی خواجه عبدالله انصاری، احمد بن رجا، مولانا جامی، امام فخررازی، سلطان مودود چشتی، واعظ کاشفی، سلطان حسین بایقرا ، گوهرشاد بیگم ، امیرعلی شیرنوایې او په لس هاوو لیکوالان او د علم او هنر مشران له نومیالیو کسانو څخه دي چې د دې ولایت د ښیرازۍ او ودې لپاره یې ارزښتناکه رول لوبولی دی.

 

په دې لرغوني ولایت کې څه د پاسه ۸۸۰ لرغوني آثار شتون لري چې د یونسکو له لوري ثبت شوي دي.

د مصلی ستر جامع جومات،څلي،ارګ( اخیارالدین کلا)د خواجه عبدالله انصاري قبر،د ګوهرشادبیګم قبر،د ملک حوض او د شام هرات منظره د هرات له لرغونو او تاریخي ځایونو څخه شمیرل کیږي.

هرات څه دپاسه ۷۲ ډوله انګور لري،هرات له هغو ولایتونو څخه دی چې په کې د زغفرانو کښت په ښه توګه وده کړې او هر کال د زغفرانو له کښت او تولید څخه په میلیونونو افغانۍ د دولت په عایداتو کې ورزیاتیږي.