د ملي دفاع وزارت ویاند روح الله احمدزی وایې د ننګرهار په اچین ولسوالۍ کې د کماڼډو ځواکونو په چاڼیزو عملیاتو کې،لس داعشیان له خپلو وسلو سره یو ځای امنیتي ځواکونو ته تسلیم شوي دي.
ښاغلی احمدزی وایې په اچین ولسوالۍ کې د داعش ډلې لمن ټوله شوې ده،د هغه په وینا هغه شمیر داعشیان چې په دې ولسوالۍ کې پاتي یا به امنیتي ځواکونو ته تسلیمیږي او یا هم به له منځه ویوړل شي.
دا په داسي حال کې ده چې څو موده مخکې هم د ملي دفاع وزارت په یوې اعلامیه کې ویلي وو چې د امنیتي ځواکونو د عملیاتو له چټکوالي سره سم،۶۰۰ داعشیان له خپلو کورنیو سره امنیتي ځواکونو ته تسلیم شول.