| 1 دالر | 81.10  افغانی |
| 1 یورو | 94.50  افغانی |
| 1000 روپیه پاکستانی | 497  افغانی |
| 1000 روپیه هندی | 1100  افغانی |
| 1 ریال سعودی | 21  افغانی |
| 10000 ریال ایرانی | 3.18  افغانی |
| 1 پوند | 111.30  افغانی |
| 1 روبل روسی | 1.05  افغانی |
| 1 لیره ترکیه | 9.85  افغانی |
| 1 ین چینی | 11.45  افغانی |
لنډمهالی حکومت؛ استازو د ولسي جرګې د مشر د څرګندونو پر وړاندې غبرګون وښود
01 Feb 2021
یو شمیر قانون جوړوونکو په نننۍ ټولیزه غونډه کې (دوه نۍ، سلواغې۱۳)، د لنډمهالي حکومت د طرحې د هرکلي اړوند د ولسي جرګې د مشر میررحمان رحماني وروستی دریځ د هغه شخصي نظر وباله.
دا استازي د سولې په بهیر کې د جرګې د مخامخې ښکیلتیا او د دوحې د خبرو د چټکیدو لپاره د طرحې د جوړیدو په موخه د استازو د یوه پلاوي جوړیدل د قانون پرخلاف بولي.
د ولسي جرګې غړې، مریم سما په دې ناسته کې وویل چې د خبرو د بهیر په تړاو د جرګې جوړ شوی پلاوی د کورنیو اصولو پرخلاف دی او د نصاب پرته یې په اړه پریکړه شوې ده.
هغې د لنډمهالي حکومت له طرحې د ولسي جرګې د مشر د هرکلي په غبرګون کې وویل: “ښاغلی رحماني! له لنډمهالي حکومت مو ملاتړ وکړ، تاسې څوک یاست چې د اصولو او ملي ګټو پرخلاف داسې پریکړه کوئ… له کومې ډلې او هیواد څخه سپارښتنې اخلئ؟”
مریم سما همداراز د دې پلاوي د لغوه کیدو او د ولسي جرګې د مشر له څوکۍ څخه د میررحمان رحماني د استعفا غوښتنه وکړه.

د ولسي جرګې بل غړي، کمال ناصر اصولي وویل چې د سولې په قضیه کې د دخالت لپاره د جرګې جوړ شوی کمیسیون د کورنیو دندو د اصولو پرخلاف دی او ورته د منلو ندی او باید شنډ شي.
د ولسي جرګې غړي، ګل رحمان همدرد هم یاده کړه چې د سولې په چارو کې د جرګې د جوړ شوي پلاوي جوړښت نامعیاري دی.
ښاغلي همدرد وویل: “په خپل او همکارانو زړه مو ۲۱ کسان په پلاوي کې شامل کړل؛ نه مو کمیسیونونو ته وویل او نه مو هم د ولایتونو په پام کې نیولو سره پلاوی وټاکه. کندهار تر ټولو لوی ولایت دی چې په دې پلاوي حې استازی نلري، بلخ تر ټولو لوی ولایت دی چې د پلاوي په جوړښت کې یو استازی هم نلري.”
په همدې حال کې د ولسي جرګې مشر وایي چې هغه د نظام او ملي شورا د بقا له کبله د لنډمهالي یا سولې حکومت په نوم له طرحې هرکلی کړی دی. هغه زیاته کړه چې دا طرحه ډیرې ستونزې هم لري.
میررحمان رحماني همداراز یاده کړه چې د سولې په بهیر کې د دې بنسټ د مخامخې ښکیلتیا لپاره، د ولسي جرګې پلاوی په ټولیزه غونډه کې تایید شوی دی.
خو د دې پلاوي د تایید لپاره د نصاب د نه بشپړیدو اړوند د استازو د اعتراض وروسته، ښاغلي رحماني وویل چې د جرګې د یو شمیر غړو په وړاندیځ، د دې پلاوي په جوړښت کې باید د هر ولایت یو استازی حضور ولري.
