1 دالر 81.10  افغانی
1 یورو 94.50  افغانی
1000 روپیه پاکستانی 497  افغانی
1000 روپیه هندی 1100  افغانی
1 ریال سعودی 21  افغانی
10000 ریال ایرانی 3.18  افغانی
1 پوند 111.30  افغانی
1 روبل روسی 1.05  افغانی
1 لیره ترکیه 9.85  افغانی
1 ین چینی 11.45  افغانی

له اشرف غني او عبدالله سره د امریکا د بهرنیو چارو وزیر لیدنې

پمپیو عبدالله و غنی
23 Mar 2020

مایک پامپیو له اشرف غني او عبدالله عبدالله سره په جلا جلا لیدنو کې، د روان سیاسي کړکیچ د هواري په اړتیا، د سولې د خبرو د بهیر او د امنیتي مسایلو اړوند خبرې کړې دي.

 

ظاهراْ د ټاکنو له کبله د ناندرو د هواري لپاره د خلیلزاد هڅې بې پایلې پاتي او هغه ندی توانیدلی چې په وینا یې د ټول ګډونه حکومت د جوړولو لپاره د دواړو لوریو قناعت ترلاسه کړي؛ او اوس د افغانستان سیاسي حالت کار دی ځای ته رارسولی چې یو ځل بیا، د امریکا د ډیپلوماسۍ دستګاه مشر، د ټاکنو له کبله د رامنځته شویو ناندرو د هواري او د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې د هوکړې د پلي کیدو لپاره د آسانتیا په موخه، کابل ته راشي.

مایک پامپیو چې نن (دوه نۍ، د اوري څلورمه/مارچ ۲۳) په یوه ناڅاپي سفر کابل ته راغی، د سیاسي ناندرو د هواري او د یوه ټول ګډونه حکومت د جوړیدو لپاره یوې هوکړې ته د رسیدو لپاره یې، په جلا جلا توګه له محمد اشرف غني او عبدالله عبدالله سره لیدلي دي.

ولسمشرۍ له محمد اشرف غني سره د ښاغلي پامپیو د لیدنې اړوند رسنیو ته ویلي دي: “په دې لیدنه کې دواړو لوریو د د سولې د بهیر، په دې بهیر کې د راتلونګو ګامونو، د افغانستان د سولې لپاره په سیمه ییزې اجماع او همداشان د هیواد په روان سیاسي او امنیتي حالت، خبرې او د نظر بدلونه وکړه.”

له مایک پامپیو سره د عبدالله عبدالله د لیدنې په اعلانپاڼه کې راغلي: “نن له غرمې وروسته مې د امریکا متحده ایالاتو د بهرنیو چارو له وزیر ښاغلي مایک پمپیو سره په سپېدار ماڼۍ کې وکتل. پدې لیدنه کې مو د سولې پروسې پر اهمیت او د افغانانو ترمنځ د سیاسي بحران د حل پر اړتیا بحث او د نظرونو تبادله وکړه.”

پامپیو په داسې حال کې افغانستان ته سفر کوي چې تراوسه د واشنګټن او طالبانو د هوکړې سره سره د سولې بهیر خپل منزل ته ندی رسیدلی او بله بلې خوا؛ د افغانستان د ولسمشرۍ ټاکنو پایلې، دا بهیر لا ستونزمن کړی.

له دې سره؛ له امریکا سره د طالبانو ډلې د هوکړه لیک د لاسلیک سره سره د افغانستان د سولې د بهیر ګونګ پاتې کیدو، کورنۍ او سیمه ییزې اندیښنې ډیرې کړي؛ په دې وروستیو کې ایران د افغانستان په کورني حالت او سیمې، د ټاکنو په پایله کې د رامنځته شویو شخړو د پایلې له کبله اندیښنه ښودلې او د امریکا متحده ایالتونه یې په افغانستان کې د دې حالت په برخه ګرمه بللې.

له بلې خوا، حامد کرزي هم په یوې اعلانپاڼه کې له امریکا غوشتي چې له خپل حضور څخه د نورو هیوادونو پر وړاندې د مخامخیدو لپاره ګټنه ونکړي او د سولې بهیر له انحصاره راوباسي.

 

آرزو نیوز – شمس الرحمن خپلواک