| 1 دالر | 81.10  افغانی |
| 1 یورو | 94.50  افغانی |
| 1000 روپیه پاکستانی | 497  افغانی |
| 1000 روپیه هندی | 1100  افغانی |
| 1 ریال سعودی | 21  افغانی |
| 10000 ریال ایرانی | 3.18  افغانی |
| 1 پوند | 111.30  افغانی |
| 1 روبل روسی | 1.05  افغانی |
| 1 لیره ترکیه | 9.85  افغانی |
| 1 ین چینی | 11.45  افغانی |
له اشرف غني سره د اسلامي حزب د هوکړې جزییات
30 May 2021
ګلبدین حکمتیار د حامد کرزي په کور کې له ولسمشر غني سره د درې اړخیزې ناستې جزییات رسنیز کړل.
له واحدې طرحې سره د استانبول په ناسته کې د جمهوریت د لیکې ګډون، د لویې پریکړه کوونکې شورا جوړیدل، د اسلامي حزب او طالبانو ډلې د ټولو سیاسي او پوځي بندیانو خوشې کیدل، د ملګرو ملتونو سازمان له تور نوملړ څخه د نومونو حذف، تلپاتی اوربند اعلان، د لویې جرګې ترسره کیدل او د دولت د لویې شورا جوړیدل هغه څه دي چې د ښاغلي حکمتیار په وینا، په دې اړخیزه ناسته کې پرې هوکړه شوې ده.
دا لیدنه د غوایي په یوویشتمه د حامد کرزي په منځګړیتوب ترسره شوه.
د اسلامي حزب مشر، ګلبدین حکمتیار نن (یوه نۍ، غبرګولي نهمه)، وویل چې دی د دې ناستې له هوکړې راضي دی او ډک لاس راستون شوی دی.
د ښاغلي حکمتیار په وینا، په دې ناسته کې همداراز پریکړه وشوه چې د جمهوریت د طرحې په تړاو د طالبانو د لیدلوري د ترلاسه کولو په موخه یو درې کسیز پلاوی د دې ډلې له مشرتابه سره پټه لیدنه ولري او د دې ډلې د مثبت ځواب په صورت کې، د افغانستان پلاوی به له مطرح او اغیزمنو څهرو سره د استانبول په ناسته کې ګډون وکړي او که طالبانو هوکړه ونلري، هغه مهال به د دولت لویه شورا په دې تړاو پریکړه وکړي.

ښاغلي حکمتیار ټینګار وکړ، که څه هم ولسمشر د اتو ورځو په موده کې د دې هوکړې د عملي کیدو ډاډ ورکړی، خو هغه د خپلې ډلې له مخالفت سره مخامخ شوی.
هغه همداراز وویل: “له بده مرغه ولسمشر په خپل دولتي ټیم کې له ستونزو سره مخامخه شوی؛ ونه توانید چې د ټولو هوکړه ترلاسه کړي. نه د سولې د طرحې په تړاو او نه هم د لویې شورا او د جوړښت او واکونو اړوند یې.”
حکمتیار له حکومت څخه وغوښتل چې په ترسره شوې هوکړې ولاړ اوسي، که نه اسلامي حزب به د “سولې د بهیر او حاکم حالت” په تړاو خپلواکه پریکړه وکړي.
د اسلامي حزب مشر، اوسنی حالت د اویایمې لسیزې او د ډاکټر نجیب الله د ولسمشرۍ مهال په پرتله بدتر او کړکیچن بولي. حتې د حکومت د سقوط د اټکل خبر هم کوي.
ولسمشرۍ ماڼۍ د ښاغلي حکمتیار د دې څرګندونو په تړاو هیڅ غبرګون ندی ښودلی.
