1 دالر 81.10  افغانی
1 یورو 94.50  افغانی
1000 روپیه پاکستانی 497  افغانی
1000 روپیه هندی 1100  افغانی
1 ریال سعودی 21  افغانی
10000 ریال ایرانی 3.18  افغانی
1 پوند 111.30  افغانی
1 روبل روسی 1.05  افغانی
1 لیره ترکیه 9.85  افغانی
1 ین چینی 11.45  افغانی

له افغانستان سره د آسیا پراختیایې بانک ۳۴۹ میلیونه ډالره مرسته

Finance
25 Sep 2019

د آسیا پراختیایې بانک له افغانستان سره شاوخوا ۳۴۹ میلیونه ډالرو مرستې هوکړه لیک لاسلیک کړ.

د مالیې وزارت نن (څلور نۍ دتلې ۳/د سپټمبر ۲۵مه)اعلان وکړ چې دا شمیر پیسې د آسیا پراختیایې بانک له ځانګړی صندوق څخه د کرنې،طبیعي سرچینو او د کلو بیارغونې په برخو کې لګول کیږي.

د مالیې وزارت په خبرپاڼه کې راغلي دي چې د دې وزارت واکپال محمدهمایون قیومي د آسیا پراختیا بانک له مرستو ستاینې ترڅنګ ویلي دي:دا مرسته د آسیا پراختیا بانک ځانګړی صندوق له لوری ورکول کیږي او د کرنې،طبیعي سرچینو او د کلو بیارغونې په برخو کې به ولګول شي.

په همدې حال کې د افغانستان لپاره د آسیا پراختیایې بانک مشر نرندا سنگرو ویلي دي چې د دې هوکړه لیک لاسلیک د افغانانو د ژوندانه ښه والي لپاره د آسیا پراختیایې بانک د اوږدمهاله مرستو د ژمنو ښکارندوي کوي.

ښاغلي سنګرر همدا شان ویلي دي چې دا پروژه به د افغانستان د کرنې،د اوبو د سرچینو مدیریت،د برښنا تولید او د اقتصاد د ودې په لر لید کې مرسته وکړي.

 

آرزو خبري سایټ ــ شمس الله رحیمي