د دواړو هیوادونو د تولیداتو د پيژندنې لپاره د نندارتون د جوړیدو او سوداګریزو اړیکو د پراختیا په موخه، د افغان-اوزبیک پازوال ګډه ناسته!
د افغانستان دولت چارواکي هیله من دي چې د ترمز اقتصادي زون جوړیدو سره، د سوداګریزو اړیکو د پراختیا ترڅنګ، له ګډې پولې د صادراتو او وارداتو کچه هم په یوه ډول لوړه شي.
د اوزبیکستان د لومړي وزیر مرستیال هم ټینګار لري چې د افغانستان له پانګه والو سره په لویې سوداګریزې برنامه کې د ګډون او له هغو سره د ګډو محصولاتو تولید ته چمتو دي.
د اوزبیکستان د لومړي وزیر مرستیال سردار عمرزاکوف وویل: د افغانستان له سوداګرو سره په شراکت کې د صنعت او تولید د غوړیدا او لویو بازارونو ته د خپلو پیداوارو صادرولو اړوند هیله من یوو. په ترمز کې د کارخونو د جوړیدو لپاره ښه شرایط بربر شوي او د ترمز په سوداګریز زون کې هم له افغان شریکانو سره ګام په ګام، د سوداګریزو فعالیتوونو ترسره کولو ته چمتو یوو.
په همدې حال کې د بلخ او سرخان دریا سیمه ییز پازوال هم د ګډې پولې له لارې د صادراتو او وارداتو په برخه کې د آسانتیاو د رامنځته کولو او د ترمز په ګډ بازار کې د افغانستان د پیداوارو د پلور د زمینې په برابریدو ټینګار لري.
د اوزبیکستان د سرخان دریا والي توره بابالوف زیاته کړه : اوس مهال د افغان سوداګرو له پانګونې سره، په ترمز کې ۳۶۱ کارخونې فعالیت لري او له افغان سوداګرو سره د ځمکې او بریښنا او ګازو د شونتیاوو په برخه کې هڅه کوو.
د اوزبیکستان د پانګونې او سوداګرۍ په وزارت کې د افغانستان څانګې مشر چاری ایف آته بیک په دې اړه وویل: اوزبیکستان ته د افغانستان د پيداوارو د وارداتو لپاره د افغانستان له لوري ځینې وړاندیزونه وشول او مونږ دا چاره څیړو. ډاډ درکوو چې په دې برخه کې به یو لړ امتیازونه ځانګړي شي.
له بلې خوا افغان سوداګر وایي چې په دې ناسته کې، د دواړو لوریو له لورې د همکاریو هوکړه لیکونه لاسلیک شول؛ هغه سندونه چې کولای شي د راکړې ورکړې د غوړیدا لپاره ښه زیری اوسی.
اوزبیکستان د هیواد په شمال کې له مهمو سوداګریزو لارو شمیرل کیږي او اوس د دواړو هیوادونو ترمنځ د راکړې ورکړې کچه په کال کې پنځه سوه میلیونه ډالرو ته رسیږي.