1 دالر 81.10  افغانی
1 یورو 94.50  افغانی
1000 روپیه پاکستانی 497  افغانی
1000 روپیه هندی 1100  افغانی
1 ریال سعودی 21  افغانی
10000 ریال ایرانی 3.18  افغانی
1 پوند 111.30  افغانی
1 روبل روسی 1.05  افغانی
1 لیره ترکیه 9.85  افغانی
1 ین چینی 11.45  افغانی

له افغانستان سره د قزاقستان د خوراکي توکو مرسته

کمک‌های قزاقستان
20 Jun 2020

د بلخ د کرنې او اوبو لګولو ادارې مشر، سالم ساعي وویل چې د قزاقستان د مرستو ۵۲ واګونه، نن (پیلنۍ،غبرګولي۳۱‍/جون۲۰)، د حیرتان بندر له لارې افغانستان ته راورسیدې.

 

هغه زیته کړه، دا مرستې چې ۱۹۰۰ مټریک ټنه اوړه، ۵۰۰ مټریک ټنه ماکروني، ۴۰۰۰لیټره نباتي غوړي او ۲۰۰زره قوطۍ شیدې دي، په اوسنیو شرایطو کې له خلکو سره لویه مرسته ده.

په بلخ کې طبیعي پيښو ته د رسیدنې د ادارې مشر، حمیدالله بخشي د دې مرستو په اړه وویل، چې د مرستو دا جوپې تمه ده د حکومت د روښانه برنامې له لارې اړمنو کورنیو ته وویشل ښي. له بلې خوا، په کابل کې د قزاقستان سفارت سوداګریز پازوال، آلماز تژینوف د دې مرستو د ویش موخه، د دواړو هیوادونو ترمنځ د اړیکو لا ټینګیدل وبلل.

هغه د دواړو هیوادونو ترمنځ اړیکې مهمې وبللې او له افغانستان سره یې د خپل هیواد د مرستو د دوام ډاډ ورکړ.

له اوزبیکستان وروسته، دا د خوراکي توکو دویمه لویه جوپه ده چې د قزاقستان له لورې او د حیرتان بندر له لارې افغانستان ته راوړل کیږي.