1 دالر 81.10  افغانی
1 یورو 94.50  افغانی
1000 روپیه پاکستانی 497  افغانی
1000 روپیه هندی 1100  افغانی
1 ریال سعودی 21  افغانی
10000 ریال ایرانی 3.18  افغانی
1 پوند 111.30  افغانی
1 روبل روسی 1.05  افغانی
1 لیره ترکیه 9.85  افغانی
1 ین چینی 11.45  افغانی

له افغانستان سره د نړیوالې ټولنې مرستو دریدو اړوند اندیښنې

un20181204
16 Dec 2019

وروسته له هغې چې د امریکا سفارت د خپلو مرستو دوام اړوند د نړیوالې ټولنې له بی باورۍ او په حکومت کې دننه د دې پیسو حیف او میل کیدو خبر ورکړ او ویې ویل چې حکومت له اداري فساد سره جدي مبارزه نه ده کړې.اوس له بد اقتصادي حالت څخه اندیښنې را ولاړې شوې دي.

یو شمیر اقتصادي کارپوهان په داسي حال کې چې افغانستان یو لګښتي هیواد بولي،د فساد زیاتوالی په تیرو ۱۸ کالونو کې د هیواد د اقتصاد ودې پر وړاندې له سترو کړکیچونو یادوي.

په همدې حال کې د افغانستان د روڼتیا بنسټ له اداري فساد سره د مبارزې بی پایلې پاتی کیدل د عدلې او قضایې بنسټونو نه خپلواکي او په لوړو حکومتي برخو کې د اداري فساد له دوسیو سره سیاسي چلند پوری تړلي بولي.

خو لویه څارنوالي بیا له د فساد له درندو جرمونو سره د مبارزې عدلي او قضایې مرکز له لوري د فساد ۲۰۰ سترو دوسیو ته له رسیدنې خبر ورکوي چې په کې ۷۰ دوسیې د لوړپوړو دولتي چارواکو شاملې دي.

اداري فساد نه یوازی دا چې په دننه هیواد کې د چارواکو له لوري ترسره شوی دی بلکې لمن یې حتی له هیواد څخه بهر هم رسیدلې ده.

په دې وروستیو کې د ټاکنو خپلواک کمېسیون مخکینی مشر او د مشرانو جرګې اوسنی غړی احمدیوسف نورستاني په امریکا کې دیوې فدرالي محکمې له لوري  د څه د پاسه سل زره ډالرو په ارزښت د دې هیواد د عمومي بودجې په غلا محکوم شوی دی.