1 دالر 81.10  افغانی
1 یورو 94.50  افغانی
1000 روپیه پاکستانی 497  افغانی
1000 روپیه هندی 1100  افغانی
1 ریال سعودی 21  افغانی
10000 ریال ایرانی 3.18  افغانی
1 پوند 111.30  افغانی
1 روبل روسی 1.05  افغانی
1 لیره ترکیه 9.85  افغانی
1 ین چینی 11.45  افغانی

له افغانستان سره د نړیوال بانک ۳۸۰ میلیون ډالري مرسته

GettyImages-1609463-f85f772752124035a99819af988365e1
05 Aug 2020

نړیوال بانک د ۳۸۰ میلیون ډالرو په ارزښت د ملي دسترخوان برنامې، بیړنیو کرنیزو پروژو او د افغانستان د خوراکي توکو د تامین لپاره دوه مرستندویه ګیډۍ تصویب کړې.

 

نړیوال بانک اعلان کړی چې دا پیسې له کرونا ویروس سره د مبارزې، د دې ویروس د اقتصادي اغیزو د کمیدو او په افغانستان کې د کروندګرو لپاره د بیړنیو ملاتړونو د زمینې د برابرولو په موخه ولګول شي او د ملي دسترخوان برنامه به هم له دې مرستندویه ګیډیو څخه تمویل شي.

د نړیوال بانک د خبرپاڼې پر بنسټ چې پرون (درې نۍ، زمري۱۴)، خپره شوه، د دې مرستو ۲۸۰ میلیون ډالره د دې بانک د نویو مرستو برخه ده چې د کرونا ویروس د اغیزمنو کورنیو لپاره د مرستو د پروژې د ملاتړ لپاره په پام کې نیول شوي.

خبرپاڼه زیاتوي، د دې مرستو ۱۲۵ میلیونه ډالره د افغانستان د بیارغاونې د صندوق او ۱۵۵ میلیون ډالره یې د نړیوالې پرمختیایي ادارې له لورې ورکول کیږي.

نړیوال بانک ویلي: تمه ده چې دا دوه پروژې سره یوځای، د دې هیواد اړمنې او نیستمنې ۹۰ سلنه کورنۍ د افغانستان دولت د ملي دسترخوان برنامې تر چتر لاندې تر پوښښ لاندې راولي.

د نړیوال بانک په وینا، دا پروژه به پر نږدې ۴.۱ میلیون کورنیو چې ورځیني عایدات یې دوه ډالره یا تر دې لږ دي، ځيرنه ولري.

دې بانک همداراز ویلي چې د دې مرستو دویمه ګیډۍ چې ۱۰۰ میلیون ډالره دي، د کرنې په برخه کې بیړنیو مرستو او د کلیو د اوسیدونکو لپاره د خوراکي توکو د تامین په برخه کې په پام کې نیول شوي.

نړیوال بانک په داسې حال کې له افغانستان سره د ۳۸۰ میلیون ډالري مرستې د تصویب خبر ورکوي چې د عامې روغتیا وزارت د یوې نوې نظربوښتنې پر بنسټ، په افغانستان کې نږدې ۱۰ میلیونه وګړي په کرونا ویروس اخته شوي دي.