1 دالر 81.10  افغانی
1 یورو 94.50  افغانی
1000 روپیه پاکستانی 497  افغانی
1000 روپیه هندی 1100  افغانی
1 ریال سعودی 21  افغانی
10000 ریال ایرانی 3.18  افغانی
1 پوند 111.30  افغانی
1 روبل روسی 1.05  افغانی
1 لیره ترکیه 9.85  افغانی
1 ین چینی 11.45  افغانی

له افغانستان سره د کرونا پر وړاندې د مبارزې لپاره د اوزبیکستان مرستې

12345
03 Apr 2020

له اوزبیکستان څخه د خوراکي او روغتیايي توکو یوه لویه جوپه، نن افغانستان ته ورسیده.

 

اوزبیکستان د سیمې هغه هیواد دی چې تل یې په ستونزمنو شرایطو کې، له افغانستان سره مرستې ته دانګلي دي؛ لکه څنګه چې نن، دې هیواد د خوراکي توکو لویه جوپه چې اوړه،  غوړي، وریجې، بوره او یو شمیر روغتیایي توکي په کې شامل دي، له افغانستان سره مرسته کړې.

په افغانستان کې د اوزبیکستان سفیر، له افغانستان سره د خپل هیواد د مرستو د دوام ډاډ سپاري.

په افغانستان کې د اوزبیکستان سفیر، خواجه شادمانوف زیاتوي: “د کرونا ویرس، نه یوازې د افغانستان او مرکزي آسیا لپاره، بلکې د ټولې نړۍ د خلکو لپاره لوی ګواښ دی او په جلا توګه د دې آفت ماتول، شونې ندي. نن د اوزبیکستان د ولسمشر، جلالتمآب شوکت میرضیایوف د سپارښتنې پر بنسټ، په افغانستان اسلامي جمهوریت کې د کرونا د خپریدو د مخنیوي په موخه، دې هیواد ته بشرپاله مرستې استول شوې دي.”

په هیواد کې د کرونا ویروس د مثبتو پيښو ډیریدو ته په کتو سره، حکومتي چارواکي، په اوسنیو شرایطو کې له افغانستان سره د اوزبیکستان بشرپاله مرستې او همکارۍ، ډیرې مهمې او ګټورې بولي.

طبیعي پيښو ته د رسیدنې په چارو کې د دولت وزیر، نجیب آقا فهیم وایي: “اوزبیکستان له دې ګام سره وښوده چې د دواړو ګاونډیو او ملګریو هیوادونو اړیکې، چې د دې هیوادونو ګډ دود او تاریخ کې جرړې لري، تلپاتې او ټینګې دي، او د هرې ورځې په تیریدو سره د لوړوالی مومي.”

د بلخ سیمه ییز چارواکي هم، د اوزبیکستان هیواد د بشرپاله مرستو ستاینه کوي.

د بلخ والي، محمد اسحاق رهګذر په دې اړه وویل: “ملګري او ورور هیواد، اوزبیکستان په دې حساسو شرایطو کې ثابته کړه چې په رښتیا هم د افغانستان عزیز ولس لپاره، په دې حساسو او کړکیچنو شرایطو کې چې د افغانستان خلکو ته یې تشویش او اندیښنه رامنځته کړې، ځانګړې پاملرنه لري او هم د خوراکي توکيو او هم روغتیايي توکيو جدي همکاري ولري.”

 د بلخ د ولایتي شورا مشر، محمد افضل حدید هم په دې اړه وویل: د ملګري هیواد اوزبیکستان له حسن نیت، ورورولۍ او دې بشرپاله مرستو، د زړه له کومې مننه کوم، او دواړو هیوادونو ته د بریالیتوب هیله لرم.”

اوزبیکستان په منځنۍ آسیا کې له هر هیواده ډیر په بیلابیلو برخو کې د افغانستان له حکومت او خلکو سره همکاري کړې او د کابل-تاشکینت ترمنځ اقتصادي اړیکې هم، ځانګړی ځای لري.

آرزو نیوز- شمس الرحمن خپلواک