د امریکا ولسمشر له خپلو سلاکارانو غوښتي چې د کرونا ویروس د خپریدو او د سولې د هوکړه لیک د پرمختګونو د دریدو له کبله، خپل سرتیري له افغانستان څخه بهر کړي.
په افغانستان کې د کوویډ-۱۹ کړکیچ د لمن غځیدو، سپینه ماڼۍ دې ته اړ ایستلې چې له افغانستان څخه د خپلو ځواکونو د بیړني بهر کولو اړوند سوچ وکړي.
د امریکا د ان بي سي خبري شبکې د دوو اوسنیو او یو مخکیني امریکايي چارواکو په حواله ګزارش ورکړی چې ټرامپ هره ورځ په افغانستان کې د کرونا ویروس د ډیریدو له کبله په دې هیواد کې د خپلو پوځیانو د زیان لیدنې اړوند شکایت لري.
که څه هم دا خبر د امریکا د رسمي سرچینو له لورې ندی تایید شوی؛ خو د دې ګزارش پر بنسټ، د امریکا د دفاع وزارت چارواکو ویلي چې په افغانستان کې په کوویډ-۱۹ د اخته کسانو شمیر، له هغه څه چې په رسمي توګه اعلان شوي، لس برابره ډیر دی.
د کرونا ویروس د خپریدو د اندیښنې ترڅنګ، له طالبانو سره د سولې د هوکړه لیک د نه پرمختګ اړوند د ډونالډ ټرامپ د زغم کمیدل هم، د دې پریکړې له لاملونو شمیرل شوي.
د طالبانو د واکمنۍ پرمهال لوی څارنوال، جلال الدین شینواری په دې اړه وویل چې د افغانستان له بندخونو د طالب بندیانو خوشې کیدل او همداشان د بهرنیو ځواکونو وتل د سولې په هوکړه لیک کې مهم ټکي دي چې د افغانانو ترمنځ خبرو ته لار هواروي.
له دې سره د ټرمپ د ادارې چارواکو او د دې هیواد د دفاع وزارت ویلي چې د سرتیرو د بهر کولو سره هم مهاله، د افغانستان په ځینو سیمو کې د ځواکونو د ساتلو سکالو هم مطرح شوې ده.
د غوڅ ملاتړ د ګزارش پر بنسټ، تراوسه په افغانستان کې څلور بهرني ځواکونه په کوویډ-۱۹ ویروس اخته شوي دي.