1 دالر 81.10  افغانی
1 یورو 94.50  افغانی
1000 روپیه پاکستانی 497  افغانی
1000 روپیه هندی 1100  افغانی
1 ریال سعودی 21  افغانی
10000 ریال ایرانی 3.18  افغانی
1 پوند 111.30  افغانی
1 روبل روسی 1.05  افغانی
1 لیره ترکیه 9.85  افغانی
1 ین چینی 11.45  افغانی

له افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو وتل؛ د امریکا اطلاعاتي بنسټونو د کورنۍ جګړې د اټکل هیښتیا ورکړې

us-forces
27 Mar 2021

د سولې بحث او یوې سیاسي هوکړې ته د رسیدو څرنګوالي سره هم مهاله، د امریکا استخباراتي بنسټونو بیا د افغانستان له حالته د دې هیواد حکومت ته اندیښمنوونکې هیښتیاوې ورکړې دي.

 

په دې وروستیو کې نیویارک ټایمز ورځپاڼې د امریکا حکومت د څو چارواکو په حواله ګزارش ورکړی چې د امریکا استخباراتي برخو د جوبایډن حکومت ته هیښتیا ورکړې، که د دې هیواد ځواکونه د حکومت او طالبانو ترمنځ د واک د ویش پر سر د هوکړې مخکې له افغانستان څخه ووځي، طالبان به په راتلونکو دوو یا درییو کلونو کې د دې هیواد ډیره برخه واک ترلاسه کړي او هغه مهال په دې هیواد کې د کورنۍ جګړې تصور هم تر سترګو کیږي.

دا هیښتیا د امریکا د کشفي او استخباراتي بنسټونو د ارزونې وروسته وړاندې شوې او په هغه کې ټینګار شوی چې د طالبانو له لورې د افغانستان د ډیرې برخې ترلاسه کیدو سره به، القاعده شبکه یو ځل بیا په افغانستان کې ځان رغونې ته مخه کړي.

د نړیوالو چارو کارپوه، عزیزالله معارج آرزو ټلویزیون ته وویل چې امریکا به له افغانستان څخه ونه ووځي، ځکه واشنګټن د روسیې او چین په ګډون د افغانستان د سولې په تړاو نوې طرحه ترلاس لاندې نیولې ده.

د ملي امنیت شورا سلاکار، حمدالله محب هم نن پیلنۍ (اوري اوومه)، د امنیتي بنسټونو په اونیزه ناسته کې وویل چې واک ته د رسیدو لپاره د طالبانو محاسبه ناسمه ده.

هغه زیاته کړه: “هیڅ څوک د طالبانو د ستندیو غوښتونکي ندي. خو که زمونږ په بڼه کې کمزورتیا وي، د خپلو تشو د ډکولو لپاره کار کوو. داسې اندیښنې شته دي چې هغو حالاتو ته ستانه شو چې مونږ یې شاهدان وو.”

د ملي دفاع وزارت واکپال، سترجنرال محمدیاسین ضیا هم په دې ناسته کې وویل چې د افغانستان امنیتي او دفاعي ځواکونه په هر ډول شرایطو کې د هیواد د دفاع لپاره بشپړ چمتووالی لري.

همدا تیره ورځ جوبایډن په یوې خبري ناسته کې وویل، له فني اړخه فکر نه کوي چې په مې میاشت کې له افغانستان څخه د ځواکونو بهر کیدل شونې وي. هغه همداراز ټینګار وکړ چې د اوږدمهال لپاره هم په افغانستان کې نه پاتې کیږي.

طالبانو هم د بایډن د دې څرګندونو په غبرګون کې ویلي چې د دوحې هوکړه لیک شا کول به د کورنۍ جګړې د بیا پیل لامل وګرځي او پازه به یې د امریکاییانو پر  غاړه وي.