طالبانو یو ځل بیا پر ټاکل شوي مهال د بهرنیو ځواکونو پر وتلو ټینګار کړی دی.
د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند محمدنعیم په خپله ټویټرپاڼه کې لیکلي دي چې دې ډلې له زلمي خلیل زاد سره په لیدنه کې د دوحې د هوکړه لیک د پلې کیدو غوښتنه کړې او ویلي یې دي چې د دې هیواد د ځواکونو وتل به د افغانستان د ستونزو د حل لامل شي.
د طالبانو پلاوي له خلیل زاد سره همدا شان د دې ډلې د ټولو بندیانو د خوشې کیدو پر سر هم خبرې اترې کړې دي.
له بلې خوا زلمي خلیل زاد د دولت له مرکچي پلاوي سره هم لیدنه کړې ده.
د دولت د مرکچي پلاوي په خبرپاڼه کې راغلي دي چې په دې لیدنه کې د روانو خبرو اترو د بهیر ګړندیتوب او د ترکیې د ناستې په اړه بحث شوی دی.
تمه ده د افغانستان د سولې اړوند د ترکیې ناسته د ملګرو ملتونو د سازمان په مشرۍ د اپریل میاشتې تر وروستیو ترسره شي.