1 دالر 81.10  افغانی
1 یورو 94.50  افغانی
1000 روپیه پاکستانی 497  افغانی
1000 روپیه هندی 1100  افغانی
1 ریال سعودی 21  افغانی
10000 ریال ایرانی 3.18  افغانی
1 پوند 111.30  افغانی
1 روبل روسی 1.05  افغانی
1 لیره ترکیه 9.85  افغانی
1 ین چینی 11.45  افغانی

له افغانستان څخه د خپلو ځواکونو وتلو لپاره د امریکا پریکړه

us-forces
15 Dec 2019

د امریکا د ان بی اس شبکې راپور ورکړی دی چې واشنګټن په یوه ګام سره په افغانستان کې د خپلو سرتیرو شمیر راکموي.

د امریکا حکومت پریکړه نیولې چې د خپلو سرتیرو دوه برخې له افغانستان څخه بهر کړي.

د دې هیواد ان بی اس شبکې د امریکا د درېو اوسنیو او مخکینیو چارواکو له قوله راپور ورکړی دی چې د واشنګټن په دې اقدام سره به له افغانستان څخه د امریکا سرتیري په څو میاشتو کې راکم شي.

اوس مهال په افغانستان کې د امریکایې ځواکونو شمیر ۱۴ زره کسانو ته رسیږي.خو د دې شمیر سرتیرو په وتلو سره به په هیواد کې د امریکایې سرتیرو شمیر اته یا نهه زرو ته راکم شي.

که څه هم تر اوسه د امریکا دولت په رسمي توګه په دې اړه څه نه دي یولي،خو په افغانستان کې د امریکایې سرتیرو په اعلامیه کې راغلي دي چې دوی ته تر اوسه د سرتیرو د راکمیدو سپارښتنه نه ده شوې.

د ولسي جرګې غړی ذبیح الله عتیق د امریکا له دې پریکړې هرکلی کوي او هغه د افغانانو ترمنځ خبرو اترو لپاره د طالبانو چمتو کیدو لپاره مهم بولي.

له بلې خوا د طالبانو د واکمنۍ لوی څارنوال جلال الدین شینواری آرزو ته ویلي دي چې د امریکایې سرتیرو د وتلو سکاله د قطر په خبرو اترو کې له لانجمنو سکالو ده،هغه ټینګار وکړ چې په خبرو اترو کې د هغه ګټورتیا ته په کتو،د ۴ زره سرتیرو وتلو پریکړه کولای شي په اټکلیزه توګه د دواړو لوریو ترمنځ د باور فضا ښه کړي.

ښاغلي شینواري زیاته کړه:وروسته له هغې چې طالبانو د امریکا له صداقت څخه ډاډ تر لاسه کړ،خبرې اترې به تر یوې یا دو اونیو پیل شي.د خلیل زاد ټویټ ټول اندیښمن کړل او همدا شان د طالبانو مخکینی ډاډ یې له منځه ویوړ،هر کله چې طالبان پر امریکا ډاډه شول،د سولې هوکړه لیک لاسلیک کیږي.

وړاندې له دې د افغانستان حکومت ویلي دي چې له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو وتل،د هیواد شرایطو پوری تړاوو لري.

په همدې حال کې،د سولې په چارو کې د دولت د وزارت ویاندې ناجیه انوري هیله مندي ښودلې او ویلي دي چې د دوحې له خبرو اترو باید لومړی اوربند اعلان شي.

میرمن انوري زیاته کړه:له طالبانو سره د امریکا خبري اترې په داسي حال کې چې اوربند له ځانه سره ولري.کولای شي د افغانانو ترمنځ خبرو اترو پیل لپاره زمینه برابره کړي.

د دوحې خبرې اترې له درېو میاشتو ځنډ وروسته بیا پیل شوې.خو د بګرام پر هوایې ډګر د طالبانو له برید وروسته،د دواړو لوریو ترمنځ خبرې اترې بیا ودریدې.

په داسي حال کې چې طالبانو اعلان کړی دی چې د خبرو اترو دریدل د  دوی په غوښتنه او د دې ډلې د غړو ترمنځ زیاتو بحثونو له کبله شوې دي.خو وړاندې له دې زلمي خلیل زاد اعلان کړی دی چې امریکا په خبرو اترو کې یوه لنډه دمه نیسي ترڅو طالبان له خپلو مشرانو سره دسولې ټینګښت تکل اړوند خبرې وکړي.

آرزو خبري سایټ ــ شمس الله رحیمي