1 دالر 81.10  افغانی
1 یورو 94.50  افغانی
1000 روپیه پاکستانی 497  افغانی
1000 روپیه هندی 1100  افغانی
1 ریال سعودی 21  افغانی
10000 ریال ایرانی 3.18  افغانی
1 پوند 111.30  افغانی
1 روبل روسی 1.05  افغانی
1 لیره ترکیه 9.85  افغانی
1 ین چینی 11.45  افغانی

له افغانستان څخه د خپلو ځواکونو پر وتلو د امریکا ټينګار

trump-afghanistan
03 Aug 2019

د امریکا ولسمشر وایې،په دوه درې او یا هم څلورو ورځو کې کولای شي د افغانستان په جګړه کې بریالی شي،خو نه غواړي لس میلیونه کسان ووژل شي.

 

دونالډټرامپ خبریالانو ته د خپلو ویناوو په ترڅ یو ځل بیا له افغانستان څخه د خپلو ځواکونو پر وتلو ټینګار سره وویل،که چیری هغه وغواړي په دوه درې یا هم څلورو ورځو کې د افغانستان په جګړه کې ګټونکی شي،خو نه غواړی لس میلیونه کسان خپل ژوند له لاسه  ورکړی.

ټرامپ زیاته کړه:د افغانستان په اړه مونږ زیات پرمختګونه لرو،مونږ د خبرو اترو په حال کې یو،خو پرمختګ هم لرو،خپل حضور راکموو،مونږ ۱۹ کاله هلته وو.مونږ د پولیس سرتیرو په شان هلته خدمت کوو،مونږ کولای شو په دوه درې او یا هم څلورو ورځو کې په افغانستان کې ګټونکي شو،که چیری مونږ وغواړو، زه نه غواړم لس میلیونه کسان ووژل شي.

امریکا همدا شان هیله منده ده چې تر څو راتلونکو ورځو،د دې هیواد او طالبانو ترمنځ د سولې هوکړه لیک لاسلیک شي.

په همدې حال کې،ناټو د سولې د خبرو اترو په برخه کې د امریکا هڅې ستایلې دي.

د ناټو ستر منشي ینس استولتنبرګ په یوې ناسته کې وویل:مونږ دسولې له هڅو ستاینه کوو،مونږ په ډیر ځواک سره بین الافغاني خبرو اترو ته د زمینې رامنځته کولو لپاره  کار کوو،ځکه د افغانستان دولت باید د سولې د خبرو اترو یوه برخه اوسي،او مونږ باید هر کال ترسره کړو ترڅو هغه لاسته راوړنې چې په افغانستان کې مو تر لاسه کړې دي وساتو،له هغې څخه د نړیوال ترهګرو په پټن ځایونو د افغانستان له بدلیدو څخه مخنیوی، د سترو ټولنیزو او اقتصادي لاسته راوړنو ساتنه په ځانګړی ډول د ښځو حقونه.

 

 

د ناټو ستر منشي همدا شان د بهرنیو ځواکونو د راکمیدو په اړه پریکړه ګډه بللې او ویلي دي چې بهرني ځواکونه یو ځای افغانستان ته راغلي او په مناسب مهال کې به له دې هیواد څخه بهر شي.

خو له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو د راکمیدو او یا هم وتلو پایله به څه وي؟

د ولسي جرګې غړي په دې اړه بیلابیل لید لوري لري.

د ولسي جرګې غړی غلام فاروق مجروح، له افغانستان څخه د امریکایې ځواکونو دوتلو په غبرګون کې وویل امریکا په افغانستان کې په تیرو ۱۸ کالونو کې له ترهګرۍ سره په مبارزه کې هیڅ راز لاسته راوړنه نه لري،هغه ټينګار کوي چې واشنګټن په دې مهال کې همدا شان له ترهګرۍ څخه یو تعریف نه درلود.

د دې جرګې بل غړی علی اکبر جمشیدی آرزو ته وویل له افغانستان څخه په بیړې د بهرنیو ځواکونو د وتلو هر ډول پریکړه به د افغانستان،سیمې او امریکا لپاره ناوړه پایلې ولري.

یو شمیر استازي په دې آند دي چې له افغانستان څخه د امریکایې ځواکونو وتل،د واشتګټن د سقوط په معنا ده او دا هیواد نشي کولای دا پریکړه وکړي.

تیره ورځ د امریکا ولسمشر له افغانستان څخه دخپلو ۶ زرو ځواکونو دوتلو پریکړه اعلان کړه.

دونالدټرامپ مخکې له دې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر ته د خپل هیواد د سرتیرو د وتلو دنده سپارلې ده او ویلي دي چې د امریکا د ولسمشریزو ټاکنو له ترسره کیدو مخکې د افغانستان له جګړې چې لیونې هم بللې وه بهر شي.

خو د افغانستان دولت بیا اعلان کړی چې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر له ولسمشر غني سره په لیدنه کې هغه ته ډاډ ورکړی دی او ویلي دي چې له افغانستان څخه د امریکایې سرتیرو وتل، د دې هیواد شرایطو ته په کتو ترسره کیږي.

 

آرزو خبري سایټ ــ شمس الله رحیمي