1 دالر 81.10  افغانی
1 یورو 94.50  افغانی
1000 روپیه پاکستانی 497  افغانی
1000 روپیه هندی 1100  افغانی
1 ریال سعودی 21  افغانی
10000 ریال ایرانی 3.18  افغانی
1 پوند 111.30  افغانی
1 روبل روسی 1.05  افغانی
1 لیره ترکیه 9.85  افغانی
1 ین چینی 11.45  افغانی

له افغانستان څخه پلاوی له طالبانو سره د خبرو لپاره دوحې ته ځي

عبداله
13 Jul 2021

عبدالله عبدالله ویلي دي چې د جمهوریت لوری د خبرو نوي پړاو کې د ګډون لپاره چمتووالی نیولی او دی د جګړې د پایته رسیدو په نیت په دې خبرو کې ګډون کوي.

 

په داسې حالاتو کې چې د جګړو د لمن خوریدو او د خبرو بې پایلې پاتې کیدو سولې ته نسبي هیلې هم لږې کړي، د ملي روغې جوړې د لویې شورا مشر په یوې جلا کچې له طالبانو سره د خبرو د نوي پير د پیل خبر ورکوي.

عبدالله عبدالله، نن (درې نۍ، چنګاښ دوه ویشتمه)، په یوې ناسته کې وویل: “د افغانستان اسلامي جمهوریت لوری، خبرو ته چمتو دی. شاید په نږدې ورځو کې یو فرصت راشي، چې په بلې کچې خبرې وشي.”

هغه ټینګار وکړ چې د جګړې د پایته رسیدو په نیت په دې خبرو کې ګډون کوي.

له بلې خوا سرچینې وایي، چې تمه ده په نږدې ورځو کې د افغانستان دولت یو لوړپوړی پلاوی چې په هغه کې عبدالله عبدالله او حامد کرزی به ګډون ولري، له طالبانو سره د خبرو لپاره دوحې ته ولاړ شي. ښاغلي عبدالله په نننۍ ناسته کې د خپل سفر په تړاو له جزییاتو ډډه وکړه.

ښاغلي عبدالله د جګړې په ډګرونو کې د طالبانو په فشارونو نیوکه وکړه او د خبرو په میز کې یې په هوکړې ټینګار وکړ.

هغه وایي چې په خبرو کې د لوریو ټول آړونه د منلو نه دي او باید له نرمښت سره د جګړې د پایته رسیدو لپاره لارې وموندل شي.

د ملي روغې جوړې د لویې شورا مشر زیاته کړه: “سولې ته رسیدل، ځینې ګامونه لري. وروستی ګام همدا دی چې خلک باید خپل مشر وټاکي؛ هر کس یوه رایه. دوه لوري باید یوې حل لارې ته ورسیږو.”

مخکیني ولسمشر هم په کابل کې په یوې جلا ناسته کې په نږدې راتلونکي کې د سولې د ټینګیدو خبر وکړه.

هغه په هیواد کې روانه جګړه د پردیو جګړه وبلله او له دې کړکیچ څخه د ژغوریدو لپاره، په یووالي او د سولې په ټينګیدو ټینګار لري.

په همدې حال کې حامد کرزی له دولت او طالبانو غواړي چې د خبرو میز ته ستنیدو سره، د روانې جګړې د پایته رسیدو لپاره له مخته راغلیو فرصتونو ګټنه وکړي. د هغه په باور، طالبان د ولسوالیو نیولو سره خپلو موخو ته نه رسیږي. د بریا لار یې د جګړې په پریښودو او سولې ټينګیدو کې ده.