د هیواد مخکیني ولسمشر حامدکرزي له والدای خبري آژانس سره په یوې ځانګړې مرکه کې وویل چې له افغانستان څخه په بشپړه توګه د بهرنیو ځواکونو وتل“ یو ناسم کار”دی.
” له افغانستان څخه په بشپړه توګه د بهرنیو ځواکونو وتل ناسم دی او دا چاره نه یوازی د افغانستان په ګټه نه ده بلکه د دې هیواد د ګاونډیو په ګټه هم نه ده.”
کرزي زیاته کړه: “که چیري امریکا له کومې پریکړې پرته افغانستان پریږدي،دا چاره باید د افغانستان له خلکو او د سیمې له هیوادونو په تیره بیا چین او روسیې سره په همغږۍ ترسره کړي،هغه مهال به سیمه اړه شي ترڅو په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو له وتلو وروسته پایلو په اړه فعال رول ولوبوي.”
ښاغلي کرزي په افغانستان کې د ټیکاوو ټینګښت لپاره یوازیني لار خبرې اترې وبللې او ویې ویل: “د افغانستان لپاره ښه حل لاره د سیمې او نړیوالو هیوادونو په ملاتړ د خبرو اترو له لارې یوې هوکړې ته رسیدل دي.هغه هوکړه چې په خبرو اترو کې ټولو ښکیلو غاړو لپاره د منلو وې او همدا شان له افغانستان څخه په مسوولانه توګه د بهرنیو ځواکونو وتل هم تضمین کړي.”
کرزي په افغانستان کې د ټیکاوو د ټینګښت په برخه ګې د روسیې له هڅو هم ستاینه وکړه او ویې ویل: “روسیې وړاندې له دې په مسکو کې د افغانانو ترمنځ دوه ناستو په ترسره کولو سره چې د سولې په پرمختګ کې یې مرسته کړې ده، وښودله چې په افغانستان کې یې ګټه سوله او ټیکاوو ده.”
“روسیه باید چمتو وي ترڅو په افغانستان او سیمه کې فعاله رول ولوبوي ترڅو په سیمه کې د امنیت او ټیکاوو راوستلو په برخه کې مرسته کونکی هیواد واقع شي.”
آرزو خبري سایټ ــ شمس الله رحیمي