دوه مخکینیو امریکايي چارواکو- یو جمهوریت پاله سناتور او بل د امریکا د سمندري ځواکونو تقاعد شوي جنرال او د دې هیواد د پوځ مخکیني لوی درستیز، واشنګټن پوسټ ته په یوه مقاله کې، د سولې روان بهیر سره هم مهاله له افغانستان څخه د ژرمهاله وتلو هیښتیا ورکړې.
په مقاله کې راغلي چې له افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو ژر مهاله وتل، اوسنی ماتیدونکی بهیر او بالقوه اوښتون، د سولې بهیر کمزوری کوي. طالبانو زړور کوي، د کابل حکومت بې ټیکاوه کوي او ترهګریزو ډلو ته اجازه ورکوي چې بیا یوځای شي. دا کار به د کورنۍ جګړې لامل وګرځي او همداراز پراخې سیمه ییزې نښتې به تحریک کړي او یو انساني ناورین او کډوالۍ لامل به وګرځي.
مقاله زیاتوي چې طالبان هڅه کوي چې امریکا له افغانستان څخه بهر کیدو ته اړ کړي.
واشنګټن پوسټ د دې دوو امریکايي چارواکو په حواله لیکلي: له افغانستان څخه د امریکایي ځواکونو بهر کول د طالبانو اصلي موخه ده. که امریکا د سولې په بهیر کې د رښتینو پرمختګونو د ترلاسه کیدو پرته، افغانستان څخه ووځي، د دې لامل ګرځي چې د تلپاتي سیاسي جوړښت د رامنځته کیدو لپاره سیاسي فشار له منځه ولاړ شي. دا کار به همداراز د شریکانو او متحدینو پر وړاندې د امریکا باور له منځه یوسي.
مقالې له طالبانو سره د سولې د بهیر بریالیتوب ته د شک په سترګه لیدلي او زیاته شوې: له ۶۰ کسانو سره د سلاوو وروسته، دا پوښتنه مو وپوښتله چې آیا د افغانستان حکومت او طالبانو ترمنځ د سولې د باوري هوکړې شونتیا شته ده. یواځې یو روښانه ځواب وو، هغه دا چې: تر هغه چې طالبان باور ولري چې متحده ایالتونه د طالبانو کړنو ته د پام پرته، خپل ځواکونه به بهر کړي، هغه مهال هیڅ هوکړه به ترلاسه نشي.
د دې مقالې په بله برخه کې راغلي چې په وروستیو کلونو کې د امریکایي ځواکونو د شمیر د پام وړ کموالي د افغانستان حکومت ته دا پيغام رسولی چې د امریکا زغم او سرچینې محدوده شوي او کابل باید له حسن نیت سره له طالبانو سره خبرې پرمخ یوسي.
په دې مقاله کې له امریکا غوښتل چې د نږدې راتلونکي لپاره، د سولې یوه تګلاره وڅاري چې لاندې عناصر ولري:
لومړی، مونږ باید د جګړې ټولو لوریو ته روښانه کړو چې وروستی مطلوبه حالت څه دی. په ځانګړې توګه، افغانستان د سولې وروسته وکولای شي چې په بسیا توګه خپله خاوره په واک کې ولري چې ترهګرو ته له پناه ورکولو مخنیوی وکړي یا د دې کار لپاره نړیوالې مرستې ومني.
دوم، امریکا دا ژمنه وکړي چې د افغانستان د اساسي قانون نظام او د بشر حقونو او ښځو حقونو په برخه کې د دې هیواد لاسته راوړنو پر وړاندې ژمن پاتې کیږي. له طالبانو سره د خبرو لپاره پر افغان حکومت فشار ډیرولو سره، متحده ایالتونه اوس ښایي چې له افغانستان حکومت څخه د دې هیواد ملاتړ له طالبانو سره د افغانستان د خبرو د دوام، له فساد سره د دې هیواد د مبارزې او د ټولنې ټولو عناصرو ته د رسیدنې تر مهاله دوام ولري. د خبرو پرمهال، پاتې امریکايي ځواکونه به د افغانستان امنیتي سرتیرو ملاتړ ته دوام ورکړي، ځکه دا ځواکونه، طالبان د جګړې په ډګر کې بریالیتوب ته نه پریږدي او له ترهګریزو ډلو سره مبارزې ته دوام ورکوي.
درییم، طالبانو ته په کراتو وویل شي چې د امریکایي ځواکونو بشپړ وتل د سولې په بهیر کې پرمختګونو سره تړلی دی. دې چاره کې د تاوتریخوالي په کچه کې د رښتیني او پام وړ کمښت شامل دی، هغه څه چې اوس نه لیدل کیږي.
زمونږ د څیړونکو ډلو ارزونه دا ده چې طالبان د ډیرو وروستیو تاوتریخوالي لامل ګرځیدلي او د هغو هغه ادعا چې د القاعدې، داعش او نورو ترهګریزو ډلو ته د افغانستان له خاورې د ګټنې اجازه نه ورکوي، نفي کوي.
څلورم، یوه پیاوړې او همغږې سیمه ییزې ډیپلوماټیکه تګلاره جوړه شي. د افغانستان ګاونډي کولای شي د سولې بهیر خرابوونکي اوسي، او همداراز کولای شي له دې بهیر څخه ملاتړ وکړي. که دا هیوادونه خپلې ګټې په یوه ټیکاو لرونکي افغانستان کې ویني، دا کولای شي په پراخه کچه سیمه ییزې سوداګرۍ او پانګونې فرصتونه پراخ کړي. د دې ملاتړ او د سیمه ییزو تخریبوونکو د مخنیوي لپاره د متحده ایالتونو همغږې او ډیپلوماټیکه تګلاره کولای شي ډیره حیاتي اوسي.
امریکاییان د جګړې د پایته رسیدو لباره ټولیزه هوکړه لري. خو په نامسوولانه توګه د امریکايي ځواکونو وتل به د نوې کورنۍ جګړې لامل وګرځي، د امریکا ضد ترهګریزو ډلو د بیا رامنځته کیدو زمینه به برابره کړي او هغوی ته به دا روایت ورکړي چې د زبرځواکه امریکا پر وړاندې بریالي شوي.
د سولې له خبرو ملاتړ امریکا ته دا چانس ورکوي چې له خپلو سرښندنو نمانځنه وکړي، د امریکا اصلي ګټې تامین کړي او د دې ولس دښمنانو ته وښایي چې هغوی نشي کولای پر امریکا برلاسي شي.
ژباړن: همایون سلیمي