1 دالر 81.10  افغانی
1 یورو 94.50  افغانی
1000 روپیه پاکستانی 497  افغانی
1000 روپیه هندی 1100  افغانی
1 ریال سعودی 21  افغانی
10000 ریال ایرانی 3.18  افغانی
1 پوند 111.30  افغانی
1 روبل روسی 1.05  افغانی
1 لیره ترکیه 9.85  افغانی
1 ین چینی 11.45  افغانی

له امریکايي پلاوي سره د خبرو له دوامه د طالبان نهیلي

طالبان سد
11 Feb 2020

طالبانو دوه ورځې وړاندې په قطر کې له امریکایي پلاوي سره په ناسته کې ویلي چې دوی د خبرو د بهیر له اوږدیدو ستړي شوي دي.

د قطر په دوحه کې د طالباو د سیاسي مشرانو او امریکایي پلاوي ترمنځ د ناستې دوه ورځې وروسته، د دې خبرو جزییات اوس رسنیز شوي دي.

آزاد خبریال، سمیع یوسفزی چې اوس مهال د قطر پلازمینې دوحه کی دی او له نږدې د سولې ناستې څاري، وایي چې طالبان له امریکا سره د خبرو له اوږدیدو ستړي شوي دي.

هغه زیاته کړه: طالبان د دوه ورځې وړاندې په ناسته کې ویلي چې د خبرو اوږدیدل دوی ته د زغملو وړ نه دي او که امریکا له افغانستان څخه د سرتیرو د بهر کولو او د امنیت د ټینګیدو غوښتنه لري، چمتو شوی هوکړه لیک دې لاسلیک کړي.

له بلې خوا، د بریټانیا چاپ تلګراف ورځپاڼې په خپل وروستي ګزارش کې لیکلي چې د طالبانو پوځي قومندانانو په قطر کې د دې ډلې سیاسي استازو ته ویلي چې د خبرو ټکني بهیر د دوې پر جنګیالیو منفي اغیزه کړې او د دې ډلې پسرلني عملیات یې هم کم کړي دي.

تلګراف د طالبانو د یوه چارواکي په حواله لیکلي: نه غواړو چې پر هغو خبرو خپل وخت بې ځایه ولګوو چې موخه او یا پایله نه لري. د طالبانو پوځي قومندانان، له دې خبرو د ملا برادر د بهر کیدو په هڅه دي. امریکا باید پریکړه وکړي چې دا ګډوډي پاېته ورسوي. پسرلني عملیات په رانږدې کیدو دي. د خبرو اوږدوالی به د طالبانو جنګیالي بې برنامې او ګیچ کړي.

له دې سره، یو شمیر شنونکي په دی اند دي چې د امریکا دولت له طالبانو سره د خبرو له بهیره، په دې هیواد کې د ۲۰۲۰ کال د ټاکنیزو سیالیو لپاره ګټنه کوي.

سیاسي شنونکي، نصرت حقپال آرزو ته وویل چې امریکا هڅه لري چې د دې هیواد د ټاکنو د مهال تر رارسیدو، طالبان بوخت وساتي او له دې ډلې سره د تړون له لاسلیکه کمپایني ګټنه وکړي.

په همدې حا لکې، د پوهنتون استاد اکرم عارفي په دی اند دی چې د راتلونکي سیاسي نظام څرنګوالی او په هغه کې د طالبانو ځای، هغه سکالو دي چې امریکا د تیر یو کال د خبرو اترو په بهیر کې ورته پام نه دی کی او دې سکالو اوس خبرې اترې پیچلې کړې دي.

له طالبانو سره د امریکا د خبرو اترو له پیلیدو یو کال ډیره موده کیږي. د تیر زیږدیز کال په نیمایي کې، دواړو خواوو اعلان وکړ کړی وو چې د هوکړه لیک د لاسلیک په درشل کې دي، خو د امریکا ولسمشر دا خبرې اترې وځنډولې. خو له هغه دوه میاشتې وروسته، خبرې اترې بیا له سره پیل شوې.

ژباړه: شمس الرحمن سباوون خپلواک