د افغانستان د موسیقۍ ملي انسټیټوټ له لورې د بیا ویل شویو دوو حماسي سندرو مخکتنه!
دا سندرې، د ۱۹۷۰ او ۱۹۸۰ لسیزې پيژندنې شوې سندرې دي چې د موسیقي ملي انسټیټوټ د ډلې له لورې، د امنیتي او دفاعي سرتیرو د ملاتړ لپاره بیا ویل شوې دي.
صدا: احمد ناصر سرمست د افغانستان د موسیقۍ ملي انسټیټیوټ مشر:
حکومتي چارواکي هم د هنر او موسیقۍ له لارې په اوسنیو جګړه ییزو شرایطو کې د هیواد د امنیتي سرتیرو ملاتړ د ارزښت وړ بولي.
دلته په مزارشریف کې هم یو شمیر نجونو د نقاشۍ نندارتون جوړولو سره، د سولې شعار ورکړ او د جګړې له لوریو یې وغوښټل چې په هیواد کې جګړه پایته ورسوي.
په هیواد کې د جګړو ډیریدو سره هم مهاله، هیوادوال د جګړې له لوریو د جګړې د پایته رسیدو او اوربند ته د غاړې ایښودلو غوښتونکي دي. د دوی په اند؛ د جګړې دوام د هیواد د ویرانۍ لامل ګرځي.