د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د کابل-تاشکنت ترمنځ د بریښنا د پیر او پلور د لس کلن تړون د لاسلیک خبر ورکړی دی.
د دې وزارت د خبرپاڼې پر بنسټ؛ دا هوکړه لیک د برښنا شرکت د مشر داوود نورزي او د اوزبیکستان د بریښنا د ملي شبکې د مدیره پلاوي د مشر داداجان عیسکولوف ترمنځ د دواړو هیوادونو د چارواکو په حضور لاسلیک شو.
د دې هوکړه لیک پر بنسټ، چې د اوزبیکستان له لورې او د آسیا پرمختیایي بانک په مالي ملاتړ د بریښنا د ۵۰۰ کیلوولټه مزي د لیږد وروسته چې سل میلیونه امریکایي ډالره به لګښت ولري، په لومړي او دویم کال کې به په کال کې ۴.۲۵ ګیګاواټه او په راتلونکو کلونو کې به ۶ګیګاواټه بریښنا افغانستان ته صادره شي.
د افغانستان د ډیپلوماسۍ دستګاه همداراز ویلي چې د دې سند پلي کیدو سره، شمالي، مرکزي، سویل، سویل لویدیځ او د هیواد پلازمینې ته ۲۴ ګړۍ بریښنا ورکړل شي.