ولسمشر غني د امریکا له ولسمشر جوبایډن سره د دواړو هیوادونو ترمنځ د اړیکو پر دوام ټلیفوني خبرې کړي دي.
د ولسمشرۍ مانۍ په خبرپاڼه کې راغلي چې ولسمشر جوبایډن یو ځل بیا ولسمشر غني ته له افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو څخه د خپل هیواد د ملاتړ د دوام ډاډ ورکړ او څرګنده شوه چې دغه ځواکونه به د افغانستان ساتنه او دفاع وکړي.
خبرپاڼه زیاتوي چې دواړو ولسمشرانو د سولې او امنیت د ټینګښت او تلپاتې مشارکت لپاره د افغانانو پر ګډو هڅو، له افغان دولت سره د ډیپلوماټیکو او اقتصادي مرستو پر دوام، امنیتي او دفاعي ځواکونو او د تېرو دوو لسیزو لاسته راوړنو پر ساتنې هم ټینګار وکړ.