د ولسي جرګې مالي او بودیجې کمیسیون د مالیې وزارت له مسوولینو سره د ټیټ پوړو دولتي کارکوونکو او ښوونکو د تنخاوو پر ډیریدو هوکړه وکړه.
د ولسي جرګې د مالي او بودیجې کمیسیون غړي، سید عظیم کبرزاني آرزو ټلویزیون ته وویل چې د مالیې وزارت دا منلې چې د ۱۴۰۰ لمریز کال د اوري میاشتې له لومړۍ نیټې، د ملکي خدماتو د کارکوونکو او ښوونکو په تنخاوو کې ۲۰۰۰ افغانۍ ډیریږي.
د ټیټ پوړو دولتي کارکوونکو د تنخاوو ډیریدل، د ۱۴۰۰ مالي کال د بودیجې د تصویب لپاره د ولسي جرګې سره کرښه وه.
ښاغلي کبرزاني همداراز وویل چې دا کمیسیون له دې وروسته هڅه کوي چې د بودیجې په سند کې نورې اختلافي سکالې هم د مالیې وزارت په همغږۍ هوارې کړي.
له دې سره هم مهاله، د ولسي جرګې یو شمیر غړو په نننۍ (څلورنۍ، سلواغې۲۹)، ټولیزه ناسته کې، د ۱۴۰۰ مالي کال د بودیجې د درییمې مسودې اړوند د مالیې وزارت د لا ډير وضاحت غوښتنه وکړه.
د ولسي جرګې غړي، کریم اتل په دې ناسته کې وویل چې دا سند باید، ژر تر ژره د رایې ورکولو لپاره جرګې ته وړاندې شي، چې د تصویب وروسته، د خلکو ستونزې هوارې شي.
په همدې حال کې د ولسي جرګې مشر، میررحمان رحماني هم وویل چې دا سند، اوس مهال د مالي او بودیجې کمیسیون په واک کې دی او باید د بحث وروسته، د برخه لیک د روښانیدو لپاره یې ټولیزې غونډې ته وړاندې کړي.
د روان مالي کال لپاره په ټوله کې ۴۷۳ میلیارده افغانۍ په پام کې نیول شوي چې ۳۱۱ میلیارده او ۱۹۹ میلیونه افغانۍ یې عادي بودیجه او ۱۶۱ میلیارده او ۸۴۳ میلیونه افغانۍ یې پرمختیايي بودیجه ده. ولسي جرګې تراوسه دوه ځلي د ۱۴۰۰ مالي کال بودیجې مسوده د ۱۹ اختلافي مواردو له کبله رد کړې ده.