د ملي امنیت شورا وایي، چې طالبان باید سولې ته د رسیدو لپاره، تاوتریخوالی لږ او اوربند وکړي.
تمه وه د طالبانو پنځلس کسیز پلاوی، نن (درې نۍ، د وري نهمه/مارچ۲۸)، کابل ته راشي؛ خو د ناڅرګند لامل له مخې، دا سفر ځنډیدلی دی.
د ملي امنیت د شورا ویاند، جاوید فیصل، نن یوې خبري ناستې ته وویل چې د طالبانو د پلاوي د سفر موخه، له حکومت سره د دې ډلې مخامخې خبرې وې.
د هغه په وینا، مخکې له دې طالبان دې کار ته چمتو نه وو.
د ملي امنیت شورا همداراز د طالبانو له لورې د جګړو په دوام نیوکه کوي او وایي چې دا حالت، په هیواد کې د سولې ټینګیدو ته د طالبانو د نه ژمنتیا ښکارنده دی.
خو د طالبانو د واکمنۍ پرمهال لوی څارنوال او طالبانو ته نږدې سرچینه، جلال الدین شینواری، د دې ډلې د پلاوي د سفر موخه، د بندیانو د خوشې کیدو اړوند فني خبرې بللې ده.
هغه ټینګا وکړ چې دا بلاوی، د اوربند په څیر په لویو سکالو د خبرو واک نلري.
ښاغلی شینواری همداراز، د طالبانو د پلاوي د غړو د کرونا د آزمایښت اړوند د ولسمشر غني د سلاکار، وحید عمر، څرګندونې “ماشومانه” وبللې.
وحید عمر تیره ورځ د یوې خبري ناستې پرمهال، د عامې روغتیا له وزیر څخه وغوښتل چې د حامد کرزي په نړیوال هوایي ډګر کې، د طالبانو د پلاوي جدي روغتیايي څیړنه وشي.
د دواړو لوریو د بندیانو د خوشې کیدو اړوند د حکومت او طالبانو د فني ډلو د هڅو ترڅنګ، حکومت د مرکچي پلاوي نوملړ وروستی او اعلان کړ.
خو ظاهراْ دا نوملړ د عبدالله عبدالله د قناعت وړ ندی ګرځیدلی.
د عبدالله عبدالله ویاند، امید میثم، رسنیو ته ویلي چې له طالبانو سره د خبرو لپاره د ټول ګډونه نوملړ د وروستي کیدو په موخه هڅې روانې دي.
له بلې خوا، د ګلبدین حکمتیار په مشرۍ د اسلامي ګوند غړي، فضل الهادي وزین ویلي چې دا نوملړ دوی ته د منلو ندی او باید یوه واکمنه مرجع د سولې د خبرو د پرمخ وړلو لپاره رامنځته شي.
له دې سره؛ په دې وروستیو کې روسیې د بندیانو د خوشې کیدو لپاره د افغانستان د حکومت او طالبانو ترمنځ له هوکړې هرکلی او د افغانانو ترمنځ یې د خبرو په ژر پیل ټینګار کړی دی.
د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویاندې، ماریا زاخارووا، په مسکو کې د آرزو د خبریال د پوښتنې په ځواب کې ویلي: “د دې خبرو پرمهال دواړه لوري باید د افغانستان د راتلونکي اړوند یوې هوکړې ته ورسیږي. روسیه د امریکا، چین، او نورو نړیوالو هیوادونو په همکارۍ د خبرو بهیر سره مرسته کوي چې په افغانستان کې د نښتو لوري وکولای شي ژر تر ژره د سولې اړوند یوې هوکړې ته ورسیږي.”
له دې سره، د افغانانو ترمنځ د خبرو پیل، د دواړو لوریو د بندیانو خوشې کیدو او د حکومت او سیاستوالو له لورې د یو ګډ پلاوي جوړیدو پورې تړلی دی.