ولسمشرغني د دویم ځل لپاره د افغانستان د سولې لپاره د آمریکا له ځانګړي استازي زلمي خلیل زاد سره لیدنه کړې ده.
د ولسمشرۍ ماڼۍ په خبرپاڼه کې راغلي دي چې دواړو لوریو په دې لیدنه کې سیاسي،اقتصادي،ډيپلوماټیک او امنیتي برخو کې د افغانستان او امریکا ترمنځ نوي پیر پر سر بحث کړی دی.
خبرپاڼه زیاتوي چې ولسمشرغني ویلي دي چې له نړیوالې ټولنې په تیره بیا متحده ایالاتونو سره د راکړو ورکړو نوی پیر به د تګلاریز همکار په توګه د دواړو هیوادونو ترمنځ اړیکو د ټينګښت لامل شي او د دواړو هیوادونو دولتونه به یې پر سر خبرو اترو ته دوام ورکړي.
دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان د سولې په چارو کې د امریکا ځانګړي استازي دوحې، کابل او سیمې ته د خپلو سفرونو نوی پړاو پیل کړ او په کابل ته یې په خپل سفر کې یې له ولسمشرغني او د ملي روغې جوړې لویې شورا له مشر عبدالله عبدالله سره لیدنه وکړه.