1 دالر 81.10  افغانی
1 یورو 94.50  افغانی
1000 روپیه پاکستانی 497  افغانی
1000 روپیه هندی 1100  افغانی
1 ریال سعودی 21  افغانی
10000 ریال ایرانی 3.18  افغانی
1 پوند 111.30  افغانی
1 روبل روسی 1.05  افغانی
1 لیره ترکیه 9.85  افغانی
1 ین چینی 11.45  افغانی

له خپلو هندي،اوزبیکستاني او پاکستاني سیالانو سره د حنیف اتمر لیدنه

002--1536x864
14 Jul 2021

د هیواد د بهرنیو چارو وزیر محمدحنیف اتمر په دوشنبه کې د شانګهای د همګاریو سازمان څلورمې ناستې په څنډ کې د هند، اوزبیکستان او پاکستان له بهرنیو چارو وزیرانو سره لیدنه وکړه.

ښاغلي اتمر د هند د بهرنیو چارو له وزیر اس جي شنګر شنکر سره په لیدنه کې امنیتي او سیاسي حالت، سولې بهیر او په بیلابیلو برخو په تیره بیا ترهګرۍ سره ګډې مبارزې په برخه کې د هند همکاریو او په افغانستان کې تلپاتې سولې او ټیکاو ټینګښت پر سر لیدنه او خبرې اترې کړې دي.

له بلې خوا د هیواد د بهرنیو چارو وزیر له خپل اوزبیکستاني سیال عبدالعزیز کاملوف سره په لیدنه کې د منځنۍ او سویلي آسیا،سیمه ییزې نښلیدنې، فرصتونو او کړکیچونونو د ناستې  د آجنډا، د ګډون کوونکو هیوادونو د کچې، چمتو والي پر سر چې تمه ده د جولای له ۱۵ مې تر ۱۶ مې د اوزبیکستان په تاشکنت کې ترسره شي لیدنه او خبرې اترې کړې دي.

د دواړو هیوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو همدا شان د منځنۍ آسیا او سویلي آسیا ترمنځ اقتصادي نښلیدو په موخه د افغانستان، اوزبیکستان، امریکا او پاکستان ترمنځ د همکاریو څلوراړخیز څوکاټ کې د یوې طرحې پر جوړښت هم ټینګار وکړ.

په همدې حال کې د د ناستې په څنډه کې د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمودقریشي هم له محمدحنیف اتمر سره په لیدنه کې ویلي دي چې نړیواله ټولنه، پاکستان او همدا شان د افغانستان ولس په هیواد کې د کورنۍ جګړې د بیا ځلي غوښتونکي نه دي.

ښاغلی اتمر همدا شان د طالبانو ترڅنګ سیمه ییزې او نړیوالې ترهګریزې شبکې او بهرني جګړه مار د افغانستان، سیمې او نړۍ لپاره ګواښ بولي.