1 دالر 81.10  افغانی
1 یورو 94.50  افغانی
1000 روپیه پاکستانی 497  افغانی
1000 روپیه هندی 1100  افغانی
1 ریال سعودی 21  افغانی
10000 ریال ایرانی 3.18  افغانی
1 پوند 111.30  افغانی
1 روبل روسی 1.05  افغانی
1 لیره ترکیه 9.85  افغانی
1 ین چینی 11.45  افغانی

له درې کالونو وروسته د بغلان دهنه غوري ولسوالۍ د طالبانو له شتونه چڼ شوه

EB963C4B-3C79-4F36-99F2-1F584668A60A_w408_r1_s
24 Oct 2019

 دملي دفاع وزارت وایې د بغلان دهنه غوري ولسوالۍ د طالبانو له شتونه چڼ شوې ده.

نن سهار د ملي دفاع وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره اعلان وکړ چې امنیتي او دفاعیې ځواکونو تیره شپه د عملیاتو په لاره اچولو سره د دهنه غوري ولسوالۍ کنټرول تر لاسه او له درېو کالونو وروسته یې دا ولسوالۍ د طالبانو له شتونه چڼ کړه.

خبرپاڼه زیاتوي امنیتي ځواکونو یوه اونۍ مخکې په بغلان ولایت کې خپل عملیات پیل کړي وو چې په پایله کې یې د دې ولایت دهنه غوري ولسوالۍ او ډنډغوري سیمه د طالبانو له شتونه چڼ شوې ده.

د ملي دفاع وزارت وایې په دې عملیاتو کې وسله والو طالبانو ته درنده مرګ ژوبله اوښتې ده.

د دې وزارت په خبرپاڼه کې راغلي دي چې هغه سیمې چې د طالبانو د ډلې تر ولکې لاندې دي هغه به هم ډیر ژر د دې ډلې له شتونه چڼ کړي.

 

آرزو خبري سایټ ــ شمس الله رحیمي