په قطر کې د طالبانو ډلې سیاسي دفتر اعلان کړی چې په کابل کې د دې ډلې فني پلاوی وروسته له دې له حکومت سره د بندیانو د خوشې کیدو اړوند خبرې نکوي.
څو ګړۍ وروسته له هغه چې د سیمه ییزو ارګانونو د خپلواکې ادارې مشر ادعا وکړه چې طالبان د هغو کسانو د خوشې کیدو غوښتنه لري چې په هیواد کې یې په پیچلیو او لویو بریدونو کې لاس درلود، طالبانو د دې څرګندونو اړوند غبرګون وښود.
په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند، سهیل شاهین، حکومت په پلمې لټولو تورن کړ او له حکومت سره یې د خبرو له بهیره د دې ډلې د فني پلاوي د بهر کیدو خبر ورکړ.
ښاغلي شاهین په خپله ټویټر پاڼه لیکلي: “مونږ د بندیانو د کمیسیون تخنیکي ټیم د بندیانو د تصدیق او تثبیت لپاره کابل ته واستوه، ځکه د هوکړه لیک او ژمنې پر بنسټ د بندیانو خوشې کیدل پیلیدل، خو له بده مرغه په بیلابیلو پلمو د هغو خوشې کیدل تراوسه ځنډیدلي دي. له دې کبله زمونږ تخنیکي ټیم سر له سبا له اړوندو لوریو سره په بې پایلو ناستو کې ګډون نه کوي.“
د حکومت یوه اندیښنه د دولت پر وړاندې د جګړې لیکو ته د خوشې شویو طالب بندیانو ستنیدل او پر دوی باور نه لرل دي.
د عامه او سټراټیژیکو اړیکو په چارو کې د ولسمشر سلاکار، وحید عمر نن (درې نۍ، وري۱۹/اپریل۷)، په یوې خبري ناسته کې د دې ډلې د بندیانو د خوشې کیدو لپاره د طالبانو له لورې د ډاډ په ترلاسه کولو د حکومت د ټینګار خبر ورکړ.
هغه زیاته کړه چې طالبان باید بیړه ونکړي او دا کار به ژر پایته ونه رسیږي.
له دې سره، طالبانو ته یو شمیر نږدې سرچینې په دی اند دي چې د دواړو لوریو د بندیانو د خوشې کیدو په څرنګوالي لانجې به، د افغانانو ترمنځ د خبرو بهیر هم له ستونزو سره مخ کړي.
د طالبانو د واکمنۍ پرمهال لوی څارنوال، جلال الدین شینواری، د رامنځته شوي کړکیچ اړوند آرزو ټلویزیون ته وویل: د افغانانو ترمنځ خبرې به هغه مهال پیل شي چې د حکومت له بندخونو، پنځه زره طالب بندیان خوشې شي.
د بندیانو خوشې کیدل، د امریکا او طالبانو ترمنځ افغانستان ته د سولې د راوستلو په لاسلیک شوي هوکړه لیک کې مهم ټکی دی.
د دې هوکړې پر بنسټ، طالبان د حکومت د زرو بندیانو د خوشې کولو په برخه کې ژمن دي. امریکاییانو هم ژمنه کړې چې د دې ډلې اړوند پنځه زره بندیان به د افغانستان د حکومت له بندخونو خوشې کړي؛ ظاهراْ دا ژمنه، د حکومت په نه همغږۍ شوې ده. دا د دې لامل شوی چې اوس دا بهیر له کړکیچ سره مخ شي.
آرزو نیوز- شمس الرحمن خپلواک