د امریکا ولسمشر ویلي دي چې واشنګټن له طالبانو سره هوکړې لپاره پر یوې طرحې کار کوي، او وروسته به امریکایې ځواکونه له افغانستان څخه بهر شي.
نږدی درې میاشتې وړاندې دونالدټرمپ یو ټویټ وکړ چې د دې لانجمن ټویټ سره له طالبانو سره نه میاشتنې خبرې اترې ودریدې.اوس د امریکا ولسمشر له یوې امریکایې رسنۍ سره په خبرو اترو کې له طالبانو سره یوې هوکړې څرنګوالي پر سر کار څخه خبر ورکړی دی.
دونالدټرامپ له فاکس نیوز سره په مرکه کې ویلي دي چې هغه له طالبانو سره پر هوکړه لیک کار کوي.
ټرامپ زیاته کړه:مونږ د سولې پر سر کار کوو،له افغانستان څخه خپل ځواکونه بهر کوو،اوس له طالبانو سره یوې هوکړې پر سر کار کوو او وبه ګورو چې څه وشي.دوی ۱۲ کسان ووژل او ما هم خبرې اترې ودرولې.دا هغه څه نه وو چې غوښتونکي یې وو.
د سیاسي کارپوهانو په آند،د ټرامپ څرګندونې د امریکا او طالبانو ترمنځ سولې خبرو اترو پیل لپاره ګامونو پورته کیدو لپاره ګام بلل کیږي او د خبرو اترو پر میز د دواړو لوریو پایلې ته رسیدو لپاره هیلې زیاتې شوې دي.
سیاسي کارپوه شعیع اعظم آرزو ته وویل دا څرګندونې له طالبانو سره خبرو اترو بیا پیل لپاره د امریکا لیوالتیا ښیې.
د افغانستان د هوکړې او ولسواکۍ ګوند مشر احمدشاهین بیا په دې اړه وایې چې د امریکا د کانګرس دموکراټو او جمهوری غوښتونکو استازو هم د افغانستان د سولې سکاله جدي نیولې او پر طرحې یې کار کوي.
له بلې خوا تمه وه د تیرې اونۍ د پنځه نۍ او جمعې په ورځو د چین په پلازمینه بیجنیګ کې د افغانانو ترمنځ ناسته تر سره شوې وای چې د طالبانو استازو هم په کې ګدون کاوه خو د ناڅرګند لامل له کبله وځنډیده.
تر اوسه د دچین دولت او یا هم د بهرنیو چارو وزارت د دې ځند لامل نه دی په ډاګه کړی.
وړاندې له دې طالبانو اعلان کړی وو چې د دولت له استازو سره د نورو سیاستوالو په شان د افغانستان د وګړو په توګه لیدنه کوي نه د دولت رسمي استازو په توګه.