د دولت د مرکچي پلاوي مشر وایي چې د دواړو لوریو د لیدلوریو ترمنځ توپیر شتون لري او دوی د باور جوړونې لپاره هڅه کوي؛ طالبانو د خبرو د بهیر په چټکتیا ټینګار کړی.
د افغانستان دولت او طالبانو د اړیکې ډله نن (یوه نۍ، وږي۲۳)، خپله ګډه ناسته پیل کړه.
د دولت د مرکچي پلاوي مشر، محمدمعصوم ستانکزي رسنیو ته وویل چې د دواړو لوریو ترمنځ جلا لیدلوري شتون لري او دوی په سر کې د باور جوړونې هڅه کوي او په دې برخه کې مثبته روحیه شتون لري.
هغه همداراز د افغانانو ترمنځ خبرو سره هم مهاله د جګړو د دوام د کمښت اړوند وویل: منطقي نده چې په قطر کې خبرې روانې وي؛ خو په افغانستان کې وینه توییدنه دوام ولري.
تیره ورځ د طالبانو د پلاوي یو شمیر غړو هم په افغانستان کې د جګړې په پای ټینګار کړی وو.
د طالبانو ډلې د فرهنګي کمیسیون مرستیال، احمدالله وثیق آرزو ټلویزیون ته وویل، چې دا ډله هڅه کوي چې د افغانانو ترمنځ د خبرو په اجنډا کې، داسې مسایل ورزیات شي چې وکولای شي خبرو ته چټکتیا ورکړي.
له بلې خوا، د ملي روغې جوړې د لویې شورا مشر، عبدالله عبدالله هم نن په یوې خبري ناسته کې وویل چې د لوریو د ځواکمنتیا د کچې په نوم د خبرو لپاره فرصتونه باید بېځایه ولاړ نشي. هغه ټینګار وکړ چې د دې خبرو بنسټيزه موخه، د اوربند ټینګښت دی.
د ملي روغې جوړې د لویې شورا مشر زیاته کړه: جګړه حل لاره نده او د تاوتریخوالي دوام او د مرګ ژوبلې ډیرښت، د سولې د خبرو په بهیر منفي اغیزه پرځای ږدي.
ښاغلي عبدالله ټینګار وکړ چې خلک د خبرو له پیل سره خورا ډيرې هیلې لري او تمه کیږي چې خبرې اترې په هیواد کې د سولې لامل وګرځي.
د یادونې ده؛ د ملي روغې جوړې د لویې شورا مشر، د افغانانو ترمنځ د ناستې د پیل په څنډه کې، د قطر له امیر سره هم لیدلي او د خبرو د پیل لپاره یې د دې هیواد ونډه ستایلې ده.
هغه همداراز مخکې له دې هم د افغانانو ترمنځ د خبرو د بل پړاو د کوربهتوب لپاره د یو شمیر هیوادونو د چمتووالي خبر ورکړی وو.