ولسمشرۍ ماڼۍ وايي، د پلاوي د جوړښت اړوند هڅې به ډیر ژر پایته ورسیږي او نوملړ به وروستی شي.
د څو میاشتنیو هڅو او ناستو وروسته، د حکومت او سیاستوالو د مرکچي پلاوي نوملړ، رسنیو ته رسیدلی دی. د ګزارشونو پر بنسټ؛ دا نوملړ د زلمي خلیلزاد له لورې یو شمیر سیاسیونو ته سپارل شوی.
په دې نوملړ کې د نادر نادري، متین بیګ، محمد کریم امین، باتور دوستم، محمد ناطقي، ضرار احمد مقبل، عبدالهادي ارغنیدوال، کلیم الله نقیبي، رسول طالب، حبیبه سرابي، اورځلا نعمت، زینب موحد، عنایت الله بلیغ، شریفه زرمي او جنرال ایوب انصاري نومونه لیدل کیږي.
د ولسمشر د ویاند مرستیال، لطیف محمود رسنیو ته ویلي چې د پلاوي د جوړیدو اړوند به سلاوې ډیر ژر پایته ورسیږي او نوملړ به وروستی شي.
ښاغلي محمود زیاته کړه: د افغانستان حکومت د سولې د مرکچي پلاوي د جوړښت په موخه، له ټولو سیاسي اړخونو او لوریو سره سلا کړې او مشورې همداراز دوام لري. تمه ده ډیر ژر سلاوې بشپړې شي.
له بلې خوا د عبدالله عبدالله د ویاند مرستیال، امید میثم ویلي چې دوی د یوه جامع او ټول شموله پلاوي د جوړولو په برخه کې ژمن دي.
په همدې حال کې یو شمیر سیاستوالو لکه عبدالله عبدالله، حامد کرزي، محمد کریم خلیلي، صلاح الدین رباني، محمد محقق او ګلبدین حکمتیار پریکړه کړې چې د مرکچي پلاوي د جوړښت لپاره یو کمیسیون جوړ شي.
دې سیاسيونو یو اعلامیه هم خپره کړې او په هغه کې ویل شوي: په یو اړخیزه توګه د دې پلاوي ټاکل، نه یواځې د سولې پرمختګ او د ملي روغې جوړې د خبرو بریا ته مرسته نه کوي، بلکې دا بهیر به له نویو ستونزو سره مخامخ کړي.
خو د افغانانو ترمنځ د خبرو د پیل مخکې، د بندیانو د خوشې کیدو پر سر لانجې همداشان پرځای پاتي.
د ملي امنیت د شورا ویاند، جاوید فیصل په دې اړه رسنیو ته ویلي چې حکومت اوس د طالب بندیانو د نوملړ په څیړلو بوخت دی چې دا ډاډ ترلاسه کړي چې خوشې کیدونکي بندیان، بیا جګړې ته ستانه نشي.
حکومت تیره اوونۍ یو فرمان صادر کړ چې پر بنسټ یې، د کب له ۲۴ نیټې به هره ورځ ۱۰۰ بندیان خوشې شي؛ خو دا کار ترسره نشو. حکومت دا خوشې کیدل مشروط اعلان کړي؛ خو طالبان بې له شرطه د خپلو کسانو پر خوشې کیدو ټینګار لري.