1 دالر 81.10  افغانی
1 یورو 94.50  افغانی
1000 روپیه پاکستانی 497  افغانی
1000 روپیه هندی 1100  افغانی
1 ریال سعودی 21  افغانی
10000 ریال ایرانی 3.18  افغانی
1 پوند 111.30  افغانی
1 روبل روسی 1.05  افغانی
1 لیره ترکیه 9.85  افغانی
1 ین چینی 11.45  افغانی

له طالبانو سره د دولت له مرکچي پلاوي سره د ولسمشر غني لیدنه

rrrrr
12 Aug 2020

ولسمشرغني له طالبانو سره د دولت له مرکچي پلاوي سره لیدنه وکړه.

ولسمشر په دې لیدنه کې ویلي دي چې د طالبانو د څلور سوه بندیانو د بښنې د فرمان په لاسلیک سره،د خلکو هیله دا ده چې د طالبانو او دولت ترمنځ د خبرو پیل لپاره هیڅ پلمه شتون ونه لري او ژر تر ژره باید دا خبرې پیل شي.

ښاغلي غني ټینګار کړی دی چې د سولې مشورتي لویې جرګې د سولې تګلاره ټاکلې ده او د دولت مرکچي پلاوی له طالبانو سره د تلپاتې او پتمنې سولې په اړه چې د خلکو غوښتنه ده خبرې اترې کوي.

په همدې حال د ولسمشر ویاند صدیق صدیقي له امریکا غږ سره په مرکه کې ویلي دي چې څلور سوه هغه بندیان چې د ولسمشر د وروستي فرمان پر بنسټ له بنده خوشې کیږي،۱۵۶ تنه یې د نشه یي توکو په قاچاق او ۵۶ تنه یې په اعدام محکوم وو چې تمه ده دا بندیان تر څو راتلونکو ورځو له بنده خوشي شي.

له بلې خوا د لویدیځ یوشمیر عالمان د طالبانو د بندیانو په خوشې کیدو سره د افغانانو ترمنځ د ژر خبرو اترو د پیل غوښټنه کوي او ټينګار لري چې طالبان باید د سولې مشورتي لویې جرګې وروستۍ پریکړې ته درناوی وکړي او جګړو او وینې تویونې ته د پای ټکی کیږدي.