خلیل زاد په خپله ټویټرپاڼه کې لیکلي دي چې هغه له طالبانو سره د سولې هوکړې وروستي کیدو لپاره د قطر دوحې ته تللی دی،د خبرو اترو دواړه لوري د سولې هوکړې لاسلیک لپاره لیوالتیا لري.
آروز خبري سایټ (پیلنۍ، ۱۲ زمری ۱۳۹۸ل): ښاغلی خلیل زاد ویلي دي چې هغه له طالبانو سره د سولې هوکړې وروستي کیدو لپاره د قطر دوحې ته تللی دی.
هغه هیله مندي ښودلې ده چې طالبان هم د سولې هوکړه لیک لاسلیک ته لیوالتیا لري.
د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زیاته کړه:د طالبانو ډلې یوې هوکړې ته د رسیدو لپاره زرغون څراغ ښودلی دی،مونږ هم یوې ټولیزې هوکړې ته د رسیدو لپاره چمتو یو،مونږ د سولې د هوکړې په لټه یو نه د وتلو د هوکړې په لټه،د سولې داسي هوکړه چې له افغانستان څخه زمونږ د ځواکونو د وتلو زمینه برابره کړي،په افغانستان کې زمونږ حضور شرایطو پوری تړلی دی،او له افغانستان څخه زمونږ وتل به هم مشروط وي.
له دې سره شم،طالبانو اعلان کړی دی چې د خلیل زاد او د دې ډلې د استازو اتم پړاوو نن(پیلنۍ/شنبه د زمري/ اسد ۱۲ د اګسټ ۳)په قطر کې پیلیږي.
آرزو خبري سایټ ــ شمس الله رحیمي