1 دالر 81.10  افغانی
1 یورو 94.50  افغانی
1000 روپیه پاکستانی 497  افغانی
1000 روپیه هندی 1100  افغانی
1 ریال سعودی 21  افغانی
10000 ریال ایرانی 3.18  افغانی
1 پوند 111.30  افغانی
1 روبل روسی 1.05  افغانی
1 لیره ترکیه 9.85  افغانی
1 ین چینی 11.45  افغانی

له طالبانو څخه د غزني خواجه عمری ولسوالۍ بیرته ونیول شوه

1a
08 Jun 2019

امنیتي ځواکونو له یوه کال وروسته له طالبانو څخه د غزني دخواجه عمري ولسوالۍ کنټرول تر لاسه کړ.

د ملی دفاع وزارت اعلان وکړ چې امنیتي ځواکونو د جمعې په ورځ د (جون په ۷ مه)د چټکو عملیاتو په لاره اچولو سره په بشپړه توګه د خواجه عمری ولسوالۍ د طالبانو له شتونه چڼ کړه.

طالبانو نږدي یو کال مخکې د غزني ښار د سقوط پر مهال ددې ولسوالۍ کنټرول تر لاسه کړی وو.

لس ورځې مخکې هم امنیتي ځواکونو د یولړ عملیاتو پر مهال د غزني ولایت (ده یک) ولسوالۍ له دو کالونو وروسته تر خپل کنټرول لاندې راوستې وه.

دا په داسي حال کې ده چې د ملی دفاع وزارت واکپال اسدالله خالد زابل ته په خپل سفر کې ویلی وو چې هغه سېمې چې څو کاله کیږی دطالبانو تر کنټرول لاندي دي بیرته به یی تر لاسه کړي.

 

آرزو خبري سایټ ــ شمس الله رحيمي