1 دالر 81.10  افغانی
1 یورو 94.50  افغانی
1000 روپیه پاکستانی 497  افغانی
1000 روپیه هندی 1100  افغانی
1 ریال سعودی 21  افغانی
10000 ریال ایرانی 3.18  افغانی
1 پوند 111.30  افغانی
1 روبل روسی 1.05  افغانی
1 لیره ترکیه 9.85  افغانی
1 ین چینی 11.45  افغانی

له عبدالله د خلیل‌زاد غوښتنه؛ لږ انعطاف وکړه

عبدالله و خلیلزاد
18 Mar 2020

ښاغلي عبدالله ته نږدې کسان وایي، زلمي خلیلزاد یو ځل بیا د اشرف غني او عبدالله عبدالله ترمنځ د سیاسي ناندرو د پایته رسیدو لپاره منځګړیتوب پیل کړی دی.

عبدالله ته له نږدې کسانو، محمد یونس نواندیش آرزو ته ویلي چې خلیلزاد یو ځل بیا د ټاکنو له کبله د رامنځته شوي کړکیچ د پایته رسیدو لپاره خپل منځګړیتوب پیل کړی دی.

د نواندیش په وینا؛ خلیلزاد له ښاغلي عبدالله غوښتي چې د سیاسي ناندرو د هواري لپاره، لږ انعطاف ومني.

له دې سره سم؛ یو شمیر سرچینو د عبدالله عبدالله په حواله ویلي چې د افغانستان راتلونکی حکومت به د ټاکنو له کبله نه وي او هر هغه حکومت چې جوړیږي، د یوې سیاسي هوکړې پایله به وی.

خو له بلې خوا، محمد اشرف غني ویلي چې د افغانستان د نوي نظام بنسټ، ټاکنې دي او د دې په څوکاټ کې، د ټول شموله او ټول منلي حکومت د جوړیدو پر سر کار کوي.

په همدې حال کې، د افغانستان د مدني ټولنو د مجتمع مشر، عزیز رفیعي، رسنیو سره په مرکه کې ویلي چې دواړه لوري باید ژر تر ژره سیاسي ستونزې هوارې کړي، چې حکومت ژر د افغانانو ترمنځ د خبرو د پیل په لور ولاړ شي.

له دې سره، نږدې اته میاشتې کیږي چې افغانستان  د جګړو او ناکراریو ترڅنګ، د ټاکنو لانجو او ناندرو سره بوخت دی، چې تراوسه یې د پایته رسیدو څرک نه لږي.

ژباړه: شمس الرحمن خپلواک