1 دالر 81.10  افغانی
1 یورو 94.50  افغانی
1000 روپیه پاکستانی 497  افغانی
1000 روپیه هندی 1100  افغانی
1 ریال سعودی 21  افغانی
10000 ریال ایرانی 3.18  افغانی
1 پوند 111.30  افغانی
1 روبل روسی 1.05  افغانی
1 لیره ترکیه 9.85  افغانی
1 ین چینی 11.45  افغانی

له ملابرادر سره د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د ځانګړې استازې خبرې

n00128834-b
06 Aug 2020

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړې استازې دیبورا لیونز تیره ورځ (څلورنۍ،زمري۱۵) په قطر کې د طالبانو د سیاسي ډلې مرستیال ملابرادر سره خبری وکړی.

په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین په خپله تویتړپاڼه کې لیکلي چې دواړو لوریو په دې خبرو کې د بندیانو د ژر خوشي کیدلو او د افغانانو ترمنځ د خبرو د پیل پر سر ټينګار کړی دی.

د ښاغلي شاهین په وینا دواړو خواوو د عام وګړو د مرګ ژوبلی د مخنیوي، بشري حقونو او زیانمنو کورنیو ته د مرستې رسونې په اړه هم بحث کړی دی.