د افغانستان د سولې لپاره د آمریکا ځانګړي استازي زلمي خلیل زاد په قطر کې د طالبانو له استازو سره خبرې اترې کړې دي.
په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین په خپله ټویټرپاڼه کې لیکلي دي چې ملابرادر آخند او زلمي خلیل زاد د بندیانو د خوشې کیدو او افغانانو تر منځ خبرو اترو پیل پر سره بحث کړی دي.
دا لیدنه په داسې حال کې کیږي چې د آمریکا د دفاع وزیر،طالبانو او افغان حکومت د سولې په بهیر کې په خپلو ژمنو نه عملي کیدو تورن کړل.
په همدې حال کې د ایران د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي د طالبانو له سیاسي استازو سره د سولې خبرو اترو په اړه خبرې اترې کړې دي.
د ایران د بهرنیو چارو وزارت په خبرپاڼه کې راغلي دي چې محمدابراهیم طاهریان په قطر کې د طالبانو له استازو سره په ټلفوني اړیکه کې د افغانانو ترمنځ خبرو اترو او په افغانستان کې د کرونا ویروس خپریدو مخنیوي لپاره د هڅو پر ګړندتوب بحث کړی دي.
وړاندې له دې هم ښاغلي طاهریان کابل ته په خپل سفر کې په افغانستان کې سیاسي ستونزو هواري لپاره د خپل هیواد د مرستو په اړه له افغان مشرانو سره خبرې اترې درلودې.