1 دالر 81.10  افغانی
1 یورو 94.50  افغانی
1000 روپیه پاکستانی 497  افغانی
1000 روپیه هندی 1100  افغانی
1 ریال سعودی 21  افغانی
10000 ریال ایرانی 3.18  افغانی
1 پوند 111.30  افغانی
1 روبل روسی 1.05  افغانی
1 لیره ترکیه 9.85  افغانی
1 ین چینی 11.45  افغانی

له هند څخه د خلیل‌زاد غوښتنه؛ له طالبانو سره مخامخه اړیکه ټینګه کړئ

خلیلزاد (1)
09 May 2020

د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي ویلي چې نوې ډهلي د ترهګرۍ اړوند د اندیښنو د هواري په موخه، په مخامخه له طالبانو سره خبرې وکړي.

 

زلمي خلیلزاد د خپلو نویو سفرونو په لړۍ کې، د افغانستان د سولې په بهیر کې د سیمې د یو شمیر هیوادونو د فعاله حضور غوښتنه کړې ده.

هغه په نوې ډهلي کې د ”د هندو“ له ورځپاڼې سره په مرکه کې، د لومړي ځل لپاره له هند څخه غوښتي چې د ترهګرۍ اړوند خپل لیدلوری په مخامخه توګه له طالبانو سره شریک کړي.

د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زیاته کړې: هند او افغانستان له یوه بل سره لرغونې اړیکې لري او زه باور لرم چې د هند او طالبانو ترمنځ خبرې مهمې دي او دا به هم مهمه وي چې د ترهګرۍ مسأله په مخامه توګه مطرح شي.

له دې سره، حکومت هم د سولې د خبرو د پرمخ وړلو لپاره، سیمه ییزه اجماع مهمه بولي.

د سولې په چارو کې د دولت وزارت ویاندې، ناجیه انوري رسنیو ته ویلي چې حکومت د سولې د خبرو د بهیر د آسانیدو لپاره د سیمه ییزې اجماع په جوړیدو ټینګار لري او په دې برخه کې هڅې روانې دي.

 له بلې خوا د ولسمشر د فرمان پر بنسټ، د ۶۷ نورو طالب بندیانو خوشې کیدو سره، د د هیواد له بندخونو د دې ډلې د خوشې شویو بندیانو شمیر، ۱۰۰۰ کسانو ته ورسید.

د ملي امنیت د شورا ویاند، جاوید فیصل په دې اړه وویل چې د بندیانو خوشې کیدل د سولې د خبرو لپاره د دولت د حسن نیت د ښودلو لپاره دی. هغه همداراز له طالبانو وغوښتل چې سولې ته د حسن نیت د ښودلو په موخه، تاوتریخوالی ودروي.

خو طالبانو تل په هیواد کې د جګړې د دریدو لپاره د حکومت بلنې ته رد ځواب ورکړی.

له دې سره، په افغانستان کې د اروپايي ټولنې استازي په دې وروستیو کې په هیواد کې د جګړې له دوامه اندیښنه ښودلې او ویلي چې دا ټولنه د بشرپاله اوربند غوښتونکې ده. رولاند کوبیا همداراز هیښتیا ورکړې چې د اوربند نه ټینګدل به په راتلونکي کې له افغانستان څخه د دې ټولنې سیاسي ملاتړ او مالي مرستو بهیر ستونزمن کړي.