د امریکا ولسمشر جوبایډن له ولسمشرغني او عبدالله عبدالله سره لیدنه وکړه.
په دې لیدنه کې ښاغلي بایډن له افغانستان څخه د خپلو سرتیرو پر وتلو ټینګار سره ویلي دي چې د افغانستان او امریکا ترمنځ مشارکت پایته نه رسیږي.
د امریکا ولسمشر همدا شان ټینګار کړی دی چې افغانان باید په خپله د خپلې راتلونکې په اړه پریکړه وکړي.
په همدې حال کې ولسمشرغني وايي چې د خپلو ځواکونو وتلو اړوند د جوبایډن پریکړې ټول اړل کړل ترڅو بیرته محاسبه او غور وکړي او افغانستان له دې پریکړې ملاتړ او ورته درناوی کوي.
له بلې خوا د امریکا د دفاع وزیر لویدآسټین له ولسمشرغني او عبدالله عبدالله سره په جلا لیدنو کې ویلي دي چې امریکا افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو ته د مرستې په برخه کې ژمن دی.