د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد، له ولسشمر غني سره د څلورنۍ په ماښام ( د سلواغې ۳۰ / د فبرورۍ ۱۹) لیدنه وکړه.
د ولسمشرۍ مانۍ په خبرپاڼه کې راغلي دي چې دواړو لوریو د افغانستان د حکومت له خوا د تاوتریخوالي د کمیدو پر جزییاتو او د افغانستان د حکومت له لورې د دې بهیر د مدیریت په اړه یې خبرې کړې دي.
ولسمشر غني په دې لیدنه کې د مونیخ د امنیتي ناستې وروسته د سولې اړوند له والیانو، د دفاعي او امنیتي سکتور له مشرانو، او د ولایتي شوراګانو له غړو او مشرانو سره د ناستو په اړه وویل او زیاته یې کړه چې دا ناستې ډيرې ګټورې وې او په دې اړه به داشان ناستې همداشان روانې وي.
خبرپاڼه زیاتوي چې زلمي خلیلزاد، ولسمشر ته د تاوتریخوالي د کمیدو وروسته د خپلو وروستیو ګامونو په اړه هم معلومات ورکړي دي.
ژباړه: نجلا مایار