مارشال عبدالرشید دوستم له ولسمشر غني سره د امنیتي حالت اړوند ولیدل.
د ولسمشرۍ ماڼۍ په خبرپاڼه کې راغلي دي چې دواړو لوریو د هیواد او په ځانګړې توګه د شمال د امنیتي حالت اړوند خبرې کړې دي.
خبرپاڼه زیاتوي چې ښاغلي دوستم ویلي چې مونږ د امنیتي او دفاعي سرتیرو ترڅنګ یوو او له خپلو خلکو او خاورې دفاع کوو او د امنیتي حالت د ښه کیدو او د ارزښتونو د ساتنې په برخه کې هڅه او مقاومت کوو.
دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې د جوزجان ولایت د سختو او درنو جګړو شاهد دی او د دې ولایت ډيرې برخې د طالبانو لاسته لویدلې دي.