1 دالر 81.10  افغانی
1 یورو 94.50  افغانی
1000 روپیه پاکستانی 497  افغانی
1000 روپیه هندی 1100  افغانی
1 ریال سعودی 21  افغانی
10000 ریال ایرانی 3.18  افغانی
1 پوند 111.30  افغانی
1 روبل روسی 1.05  افغانی
1 لیره ترکیه 9.85  افغانی
1 ین چینی 11.45  افغانی

له ویسټ انډیز سره شل آوریزږ سیالیو له نوملړ څخه پنځه افغان کرکټران ووتل

F781B6F2-1E19-428F-8BF0-3659159A91A0_cx0_cy0_cw99_w408_r1_s
27 Oct 2019

 

د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې د غړو له منځه چې له ویسټ انډیز سره په شل آوریزو سیالیو کې لوبه کې،پنځه لوبغاړي به د لوبې ډګر ته لاړ نشي.

دولت ځدران،حمین حسن،حشمت الله شهیدي،نورعلی ځدران او سمیع الله شینواری هغه لوبغاړي دي چې د دې لوبې له نوملړ څخه بهر شوي دي.

د هغو لوبو لپاره چې په هند کې ترسره کیږي د هیواد د کرکټ ملي ټیم لوبغاړو د ټاکنې کميټې پازوال اندی مولیس ویلي دي چې دا بدلون د افغانستان د ملي ټیم ښه والي لپاره ترسره کیږي.

تمه ده د نومبر میاشتې په شپږمې،نهمې او یوولسمې نېټې په هند کې د افغانستان او ویسټ انډیز ترمنځ یوه ورځينۍ سیالۍ ترسره شي او وروسته له هغې د همدې میاشتې په ۱۴ مه،۱۶ مه او ۱۷ نیټه هم درې شل آوریزې سیالې وکړي.

دا په داسي حال کې ده چې د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې د نړیوال جام په ۹ سیالیو کې ماته وخوړه.

 

آرزو خبري سایټ ــ شمس الله رحیمي