په داسي حال کې چې امریکا او طالبان د سولې هوکړه لیک ته له نږدی کیدو خبر ورکړی دی،د ولسمشر دویم مرستیال اعلان کړی دی چې ټاکنې د افغان ښاریانو لومړیتوب دی او د دولت او طالبانو ترمنځ خبرې اترې به له ولسمشریزو ټاکنو وروسته له سره پیل شي.
ښاغلی دانش وویل :د امریکا او طالبانو ترمنځ خبرې اترې بشپړې شوې دي او د افغان دولت او طالبانو ترمنځ خبرې اترې به د روان کال د تلې له شپږمې ولسمشریزو ټاکنو وروسته له سره پیل شي،د امریکا د ځانګړی استازي او طالبانو ترمنځ یوازی دواړو لورو ته اړوندو بحثونه شوي دي او د هیواد سیاسی نظام څرنګوالی،اساسی قانون او افغان دولت ته مربوط موارد،لا له طالبانو سره خبرې نه دي شوي او د افغانستان دولت په دې اړه د خبرو اترو یو پلوی دی.
خو څو ګړۍ وروسته د دویم مرستیا دفتر په دې خبر کې سمون راوست او یوه برخه یې ترې وایستله.
مخکې له دې طالبانو له افغان دولت سره هر ډول خبرې اترې رد کړې دي.
له بلې خوا روسیې له امریکا غوښتي چې له طالبانو سره د اتم پړاوو خبرو اترو جزیات له دې هیواد سره شریک کړي.
د افغانستان لپاره د روسیې ځانکړی استازي ضمیر کابلوف ویلي دي چې د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې هوکړه لیک د لاسلیک په مراسمو کې یې له هیواد څخه د تضمین کونکې په توګه بلنه ورکړل شوې ده.
ضمیر کابوف وویل :تر هغې چې امریکا او طالبان وروستۍ هوکړې ته ونه رسیږي او یا هم د خبرو اترو پایلې شتون ونه لري.بحثونه به دوام ولري تر هغه مهاله چې هوکړې ته ورسیږي.هیله مند یوو چې امریکایان د خبرو اترو پایلي له مونږ سره شریکې کړي. روسیې ته د راتلونکې هوکړې د لاسلیک په مراسمو کې بلنه ورکړل شوې ده،طالبان غواړي چې روسیه او چین د راتلونکو هوکړو د ضمانت کونکی په توګه عمل وکړي.
د امریکا اوطالبانو ترمنځ اتم پړاوو خبرې اترې د همدې اونۍ دوه نۍ په ورځ پایته ورسیدي.اوس مهال دواړه پلوي له خپلو مشرانو سره د دې پړاوو هوکړو او جزیاتو په شریکولو بوخت دي.
سرچینو ویلي دي چې د امریکا او طالبانو د مشرانو له لوري د دې هوکړو په وروستی کیدو سره،په نږدی راتلونکو ورځو کې د هوکړه لیک د لاسلیک اټکل شتون لري.
آرزو خبري سایټ ــ شمس الله رحیمي