1 دالر 81.10  افغانی
1 یورو 94.50  افغانی
1000 روپیه پاکستانی 497  افغانی
1000 روپیه هندی 1100  افغانی
1 ریال سعودی 21  افغانی
10000 ریال ایرانی 3.18  افغانی
1 پوند 111.30  افغانی
1 روبل روسی 1.05  افغانی
1 لیره ترکیه 9.85  افغانی
1 ین چینی 11.45  افغانی

له پاکستاني چارواکو سره د ولسمشر غني لیدنه

104058025_2993044847438404_1588214761635640383_o
09 Jun 2020

ولسمشر محمد اشرف غني، د پاکستان د پوځ له لوی درستیز، قمر جاوید باجوه او د دې هیواد له یو شمیر نورو چارواکو سره په ارګ ماڼۍ کې ولیدل.

د پاکستان پوځ ویلي چې په دې سفر کې، د آی اس آی مشر فیض حمید او د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړی استازی محمد صادق هم د ښاغلي باجوه ملتیا کوی.

ولسمشرۍ ماڼۍ د یوې خبرپاڼې خپرولو سره ویلي چې د دواړو لوریو د خبرو منځټکی، د افغانستان د سولې له بهیر څخه د پاکستان ملاتړ او د یوه بل پر وړاندې د دواړو هیوادونو د خاورې د نه ګټنې څرنګوالی وو.

دا پاکستاني چارواکی په داسې حال کې کابل ته سفر کوي چې مخکې له دې یې په پاکستان د افغانستان د سولې لپاره د امریکا متحده ایالتونو له ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد سره د افغانستان اړوند خبرې کړې وې. له بلې خوا تمه ده چې ښاغلی خلیلزاد هم کابل ته سفر او له افغان چارواکو سره د افغانانو ترمنځ د خبرو د مهال او ځای اړوند خبرې وکړي.

له بلې خوا، د ناټو لوی منشي، ینس سټولټنبرګ ویلي چې د افغانانو ترمنځ خبرې، په افغانستان کې تلپاتې سولې ته د رسیدو یوازینۍ لار ده.

هغه زیاته کړې: “مونږ د امریکا او طالبانو ترمنځ د هوکړه لیک هرکلی کوو. ځکه دا هوکړه په افغانستان کې د تلپاتې سولې د ټینګیدو لومړنی ګام دی. هغه مهال کولای شو تلپاتې سولې ته لاسرسی ومومو چې د افغانانو ترمنځ خبرې ترسره شي او دا بهیر د خپله افغانانو په مشرۍ او مالکیت وي.”

د ناټو لوی منشي په داسې حال کې د افغانانو ترمنځ د خبرو په پیل ټینګار کوي، چې طالبانو تل د افغانستان له بندخونو د دې ډلې د ۵ زرو بندیانو خوشې کیدل، د افغانانو ترمنځ خبرو ته د حاضریدو لپاره شرط وړاندې کړی.

دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان د ملي امنیت شورا تراوسه د ۳ زرو طالب بندیانو د خوشې کیدو خبر ورکوي او په دې بهیر کې د پرمختګ لپاره د بندیانو د خوشې کیدو د دوام یادونه کوي.

د ملي امنیت شورا ویاند، جاوید فیصل په دې اړه وویل: “مونږ له خپل آدرسه بشپړ چمتووالی لرو، یم مرکچي ټیم مو چمتو کړی چې ټول ګډونه دی، مهمه ده چې طالبان هم له خپل آدره په دې برخه کې مشخص ګامونه اوچت کړي، چې دا بهیر پر مخ ولاړ شي.”

مخکې له دې د مصالحې د لویې ملي شورا مشر ډاکټر عبدالله عبدالله ویلي چې د دواړو لوریو ترمنځ د قناعت تر ترلاسه کیدو او د افغانانو ترمنځ د خبرو تر پیله به د بندیانو خوشې کیدو دوام ولري.